د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ضد 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین تایید کړ


د کرونا ضد جانسن اېنډ جانسن واکسین
د کرونا ضد جانسن اېنډ جانسن واکسین

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) د کرونا ضد جانسن اېنډ جانسن واکسین تایید کړ.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د هغو کسانو شمېر سل میلیونو ته ورسېد چې کرونا واکسین ورکړل شوی دی.

په اروپا کې بیا د واکسین کمپاین ورو پیل شوی او اروپایي هېوادونه دا مهال د کرونا وبا د درېیمې څپې پر کنټرول بوخت دي.

جانسن اېنډ جانسن واکسین ته د روغتیا نړیوال سازمان له خوا اجازه ورکول دې ته لاره پرانېزي چې د کواکس د واکسینو ټولنه بې وزله هېوادونو ته پنځه سوه میلیونه ډوزه نور واکسین برابر کړي.

له دې وړاندې (ډبلیو.ایچ.او ) فایزر/بیوانتیک او مودرنا واکسین ته هم اجازه ورکړې ده چې په دوه ډوزونو کې خلکو ته ورکول کیږي.

جانسن انډ جانسن واکسین بیا یوه ډوز کې ورکول کیږي او د نورو پرتله یې د ساتنې چارې هم اسانه دي.

XS
SM
MD
LG