د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

چارواکي: ارزګان کې د سپورټي فدراسیونونو شمېر ۹ ته رسېدلی


ارشیف، د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار
ارشیف، د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

د ارزګان چارواکي په دې ولایت کې د سپورټي پروګرامونو د ودې خبر ورکړی.

د دغه ولایت د سپورټ امر قدرت الله الفت د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ ازادي راډيو وویل چې دې ولایت کې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې توانیدلي ډېری ځوانان چې په نشه یي توکو روږدي وو، سپورټ ته وهڅوي.

دی وایي، په ارزګان کې وړاندې یوازې دوه فدراسیونونه وو، خو اوس یې شمېر نهو ته رسیدلی دی.

ښاغلی الفت زیاتوي: "تېر وختونو کې یوازې دوه فدراسیونونه وو، خو اوس موږ ۹ فعال فدراسیونونه لرو چې عبارت دي له فوټبال، کرکټ، اوشو، والیبال، زیبایي اندام، شطرنج، ځغاسته، بایسکل ځغلونه هڅه کوو چې نور فدراسیونونه هم فعال کړو."

ښاغلی الفت زیاتوي چې د ځوانانو لپاره د ښو لوبو ترسره کېدو لپاره د سپورټي ځایونو د جوړېدو پلان لري او هڅه کوي په راتلونکې کې دغه لوبغاړي د زونونو په کچه لوبو ته ولېږي.

XS
SM
MD
LG