د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وړاندې بېټېنګ ته دوام ورکوي


د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې

ټاکل شوې چې د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې بېټېنګ ته دوام ورکړي.

دې لوبډلې پرون ۵۰ منډې وکړې او هېڅ لوبغاړی یې ونه‌سوځېد.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې ۵۴۵ منډې وکړې په داسې حال کې چې څلور لوبغاړي یې وسوځېدل.

افغان لوبغاړي به نن هڅه وکړي چې د سیالې لوبډلې لوبغاړي ژر تر ژره وسوځوي.

د زېمبابوې او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټېست لوبو لومړۍ زېمبابوې وګټله.

دواړه لوبډلې به درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وکړي چې د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیلېږي.

XS
SM
MD
LG