د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۹

اصغر ستانکزي د زېمبابوې په وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه کې ۱۶۴ منډې وکړې


له زېمبابوې سره د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي د زېمبابوې په وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې له ۱۶۴ منډو وروسته وسوځېد.

دا اصغر ستانکزي لپاره په ټېسټ لوبه کې یو مهم ریکارډ دی.

د زېمبابوې په وړاندې په روانه مسابقه کې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې روانه ده، حشمت‌الله شهیدي هم تر ۱۸۰ ډېرې منډې کړي او لا هم لوبې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG