د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۴

خبرونه

سرچینه: د فاریاب المار ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې

ارشیف

نن پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له غرمې مخکې د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې.

د دغه ولایت یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۵۰ تنه امنیتي سرتېري له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې وو.

د سرچینې په وینا تېره ورځ د فاریاب له مرکز میمنې څخه سلګونه مرستندویه سرتېري المار ولسوالۍ ته تللي و څو له محاصره ځواکونو سره مرسته وکړي، خو په ټکو یې نه‌و توانېدلي او بېرته راستانه شوي وو.

تر اوسه حکومتي چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ماین چاودنې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان ټپي کړی

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د والي د دفتر پر ودانۍ کې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی.

د زابل امنیې قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) غرمه ۱۱ نیمي بجې د زابل د والي په دفتر کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي چارواکي د یوې امنیتي غونډې لپاره راټول شوي وو.

د صمیمي په وینا ښاغلی حق بیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړه، په دې اړه چې دغه ماینونه چا ایښي وو، پلټنې پیل شوي دي.

د ښاغلي صمیمي په وینا شپږ ماینونه د ودانۍ په چت کې ایښودل شوي وو چې یوه یې انفجار کړی او له ښاغلي حق بیان پرته بل چاته زیاند نه دی رسیدلی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه دی اخېستی.

ملي امنیت په تخار کې د انسان تښتونکو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې

ارشیف

د افغانستان ملي امنیت په تخار ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انسان تښتونکو دغه شپږ کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه ډلې مشر چې منګل نومېږي، د جنايي جرمونو او تروریستي کړونو په تور زنداني شوی وو، خو څه موده وړاندې د طالبانو د زندانیانو د لېست له مخې ازاد شو.

اعلامیه وايي، نیول شوې ډلې پلان درلود چې په تالقان ښار کې درې ملي سوداګر اختطاف کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.

په اعلامیه کې راغلي دي چې له یادې ډلې سره یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې شوه

د پاکستان پارلمان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د فرانسې پرضد د اسلامپالو د خونړیو مظاهرو وروسته به حکومت له دې هېواده د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع پارلمان ته وړاندې کړې چې په دې اړه رایې واخلي.

شیخ رشید احمد په یوې ثبت شوې ویډیو کې چې نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) خپره شوې دغه خبره کړې او ویلي یې دي، د پاکستان د تحریک طالبان لبیک له ډلې سره تر اوږدو خبرو دې پرېکړې ته رسیدلي چې حکومت به په دې اړه یوه مسوده پارلمان ته وړاندې کړي.

له پاکستانه د فرانسې د سفیر ایستل د پاکستان د تحریک لبیک د ډلې یوه غوښتنه ده.

دې سخت دریځې ډلې له څو ورځو راهیسې فرانسه کې د هغو کاریکاتورونو د خپریدو په وړاندې چې حضرت محمد ته سپکاوی بلل شوی، مظاهرې کړې دي.

تحریک لبیک ډلې د پاکستان له خاورې د فرانسې د سفیر د ایستلو د غوښتنې لپاره حکومت ته د اپریل شلمه چې نن ده، وروستی ضرب الاجل ټاکلی.

د تحریک لبیک د ډلې چارواکو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په اړه تراوسه څه ندي ویلي.

رستمي: د غوا او وریو د غوښې کلنۍ تولید یو نیم میلیون ټنو ته ورسېد

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د غوا او پسونو د غوښې کلنۍ تولید کچه څه باندې یو نیم میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د غوښې ډېری تولېدونکي او مصرف کوونکي کابل، بلخ، کندهار، هرات، ننګرهار او ځینې نور ولایتونه دي.

دی وايي: "په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یو میلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوي دي."

د ښاغلي رستمي په خبره، د تولید شوېو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.

د کرنې وزارت وايي، دم ګړۍ په ټول هېواد کې د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه موجود دي چې له دې ډلې یو زرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي.

دا مهال د افغانستان په بازارونو کې د غوا او وریو یو کیلو غوښه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د احصايي اداره: تېرکال واردات ۳,۵ سلنه او صادرات ۱۰ کم شوي وو

تېره ورځ د احصایې او معلوماتو ملي اداره کې د ۱۳۹۹ کال د احصائیوي کلنۍ د خپرېدو غونډه جوړه شوه

د افغانستان د احصاېې ملي اداره وايي، تېر ۱۳۹۹ لمریزکال کې د وارداتي اجناسو ټول ارزښت ۶۵۳۷,۶ ميليون ډالره او صادراتي اجناسو ارزښت ۷۷۶,۷ ميليونه ډالره وو.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یاد معلومات تېره ورځ د ۱۳۹۹ مالي کال ارقام، شاخصونه او احصاییوي معلومات په یوه غونډه کې خپاره کړل.

د دغې ادارې د احصایې مرستیال حسیب الله موحد وویل چې د تېرکال پرتله په وارداتو کې ۳,۵ سلنه او په صاداراتو د ۱۰ سلنې په اندازه کموالی راغلی.

د احصایې اداره دا هم وویل چې دا مهال د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ نیم میلیونه ده چې ۵۱ سلنه یې نارینه دي.

د هرات والي: پر ولسي پاڅونوالو او امنیه قوماندانۍ برید شنډ شو

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات والي په غوریانو ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅونوال او امنیه قوماندانۍ د وسله وال برید د شنډېدو خبر ورکوي.

عبدالوحید قتالي وايي چې طالبانو غوښتل یو موټر بم د غوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په څنګ کې د پاڅونوالو په پوسته کې والوزوي.

ښاغلی قتالي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو بریدکوونکی هدف ته له رسېدو مخکې تشخیص او په نښه کړ، خو په چاودنه کې دوه ولسۍ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هرات والي وايي له موټر بم چاودنې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته چې څو ساعته یې دوام وکړ.

دغه راز د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ ملکیانو د ټپي کېدو خبره شوې او ویل شوي چې د هستوګنې څلور کورونه بشپړ ویجاړ شوي او په لسګونو نورو ته زیان رسیدلی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پکتیا کې د هاوان مرمۍ یوه نجلۍ او یو هلک وژلي

ارشیف

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ یوه نجلۍ او یو هلک وژلي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل، پېښه پرون دوشنبه (د وري ۳۰مه) هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ ټکوله.

ښاغلي امیري زیاته کړه: "د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او یو هلک بهر راوتلي او یوه پخوانۍ مرمۍ یې ټکولې ده. د هاوان دا مرمۍ چاودلې ده او دواړه په شهادت رسېدلي."

د امیري په وینا نجلۍ لس کلنه او هلک شپاړس کلن وو.

د افغانستان په ناامنه سیمو کې د وسله والو ډلو له خوا د سړک پر غاړو ایښودل شوي ماینونه او د تېرو ۴۰ کلونو له جګړو پاتې ماینونه او نا چاودي مهمات اوس هم د ګڼو افغانانو ژوند ګواښي.

نامعلومو وسله والو کابل کې دوه تنه امنیتي منسوبین وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نامعلومو وسله والو د کابل ښار ۱۲مې ناحیې ته څېرمه دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو وژلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) اووه او ۴۰ دقیقې د ۱۲مې ناحیې په لومړي بلاک سیمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي پېښه تر څېړنو لاندې ده.

د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

دا په داسې حال کې چې د روانې لمریزې میاشتې په ۲۷مه د کابل د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند په یوه امنیتي پوسته کې یو افسر د خپلو دوو همکارانو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

د وژل شوي افسر حسین علي خپلوان وايي، که څه هم د حسین علي وژونکي نیول شوي، خو اندېښنه لري چې له سزا پرته بېرته ازاد نه‌شي.

د امریکا یو پخوانی مرستیال ولسمشر والټر اېف موندېل مړ شو

د امریکا یو پخوانی مرستیال ولسمشر والټر اېف موندېل

د امریکا یو پخوانی مرستیال ولسمشر والټر اېف موندېل پرون د اپرېل په ۱۹مه د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.

د نوموړي د کورنۍ غړو د هغه د مړینې د علت په اړه څه نه دي ویلي.

موندېل د ۱۹۷۷- ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ د جېمي کارتر د مرستیال، سناتور، سفیر او د میناسوټا ایالت د لوی څارنوال په توګه کار کړی دی. هغه چې یو مخکښ لېبرال دیموکرات و، پرون په مینیا پولیس ښار کې په خپل کور کې سا ورکړه.

موندېل د ۱۹۸۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رونالډ رېګان پر وړاندې چې خورا زیات محبوبیت یې درلود، ماتې وخوړه.

د روسیې سره د چک لانجه؛ اروپايي ټولنه د چک جمهوریت تر څنګ درېږي

په چک جمهوریت پراګ کې د روسیې سفارت

اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی چې له روسیې سره په ډيپلوماتیکه لانجه کې به د چک جمهوریت تر څنګ ودرېږي او پوره ملاتړ به یې وکړي.

دا لانجه د چک له هغې ادعا وروسته رامنځته شوه چې ویې ویل، د دې هېواد د وسلو په یوه ډیپو کې په بمي چاودنه کې د روسیې د هغو پوځي ایجنټانو لاس درلود چې په بریتانیا کې د روسیې د استخباراتو د یو پخواني اېجنټ د مسمومولو په قضیه کې ښکېل و.

د پراګ او مسکو ترمنځ د دې ډیپلوماتیکې لانجې په نتیجه کې روسیې په مسکو کې د چک د سفارت شلو کار کوونکو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ او له هغه مخکې د چک حکومت اتلس روسي ډيپلوماتان په دې تور له دې هېواده وایستل چې ګنې د روسیې استخباراتي فعالان دي.

دواړو هېوادونو پرون خپل ډیپلوماتان او د هغو د کورنۍ غړي په دولتي الوتکو کې کورونو ته ستانه کړل.

پرون د اپرېل په ۱۹مه د دې لانجې په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له خبرو وروسته د دې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوزیپ بورېل ویاند وویل، اروپايي ټولنه په اروپا کې د روسیې د پرله پسې خطرناک او خصمانه چلند له کبله اندېښنه لري.

د افغانستان د دایمي بې طرفۍ په اړه د کابینې پرېکړه!

د افغانستان کابینه

ارګ ماڼۍ وايي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د افغانستان د دایمي بې طرفۍ غوښتنې په اړه لویه جرګه جوړه شي.

د کابینۍ غړو دوشنبه (د وري ۳۰مه) ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا پرېکړه کړې ده.

دوی په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې د غونډې ګډونوالو ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرېکون په معنی نه ده، بلکې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو او همکاریو د نوي څپرکي پیل دی.

د افغان حکومت په کابینه کې همدا راز د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو قراردادونو او معاهدو د اجرايي او الزامي کېدو خبره هم یاده شوې ده.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

د ننګرهار والي: پېښور کې د افغان طالبانو ۲ قوماندانان وژل شوي

د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان نیک محمد رهبر رهبرمل د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی

د ننګرهار والي وايي، د وسله والو طالبانو یو مهم نظامي قوماندان په پېښور کې وژل شوی.

ضیاالحق امرخېل دا خبره دوشنبه (د وري ۳۰مه) ماښام په یوه بیان کې کړې ده.

هغه زیاته کړې، د ننګرهار لپاره د طالبانو دا نظامي قوماندان مولوي نېک محمد رهبر رهبرمل و چې دوشنبه ناوخته پرې د پېښور حاجي کمپ سیمه کې برید شوی.

امرخېل دا هم ویلي چې د مولوي نیک محمد په وژنې سربېره بریدګرو د هغه دوه ملګري چې یو یې د ښاري شبکې مسوول عزیزالله مشهور په مصطفی و ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې ګڼو رسنیو راپور ورکړی چې مولوي نیک محمد د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي قوماندان و او عزیزالله هم چې په مصطفی مشهور و په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو ښاري شبکه رهبري کوله.

وسله والو طالبانو تر دې دمه دا خبره رد یا تایید کړې نه ده.

لا معلومه نه چې پر دغو طالبانو چا برید کړی او نه یې کومې ډلې مسوولیت په غاړه اخېستی.

د هرات له زندانه ۳۵ ایراني بندیان خوشې شول

ارشیف

د هرات له زندانه ۳۵ ایراني بندیان خوشې شوي دي.

د هرات ولایت د استېناف محکمې رئیس شریف احمد فاني ازادي راډيو ته وویل دا بندیان یې له افغان زندانیانو سره په تبادله کې پرون دوشنبه (د وري ۳۰مه) خوشې کړي دي.

فاني زیاته کړه: "موږ تر اوسه د اویا کسانو په اړه پرېکړه کړې چې د خوشې کېدو په شرایطو برابر وو. د افغانستان د قوانینو پر اساس مو سزاوې ورته تعدیل کړې. د تعدیل له مخې ځینې بندیان خوشې کېږي او د ځینو نورو د حبس په موده کې کمښت راځي."

په پرونیو ۳۵ خوشې شوېو بندیانو کې ۱۳ ښځې هم شاملې دي.

د راپورونو پر اساس ایران په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د خپلو بندي اتباعو د خوشې کېدو په بدل کې شااوخوا دوه میاشتې مخکې ۶۳۹ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته یې وسپارل.

چارواکي: بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات بیا پيلېږي

افغاني غالۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات بیا پيل شي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند فواد احمدي دوشنبه (د وري ۳۰مه) ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، د بودجې د کمښت په خاطر د هوا له لارې صادرات نه کېدل: "له یو لړ هڅو وروسته اوس تمه ده بېرته له هوايي دهلېزونو د غالیو د صادراتو لپاره زمینه برابره شي. له هغه ور هاخوا د لاجورد، چابهار او هم د ازبېکستان، ایران او پاکستان له لارې بهر او اروپايي هېوادونو ته د غالیو صادرات روان دي."

احمدي وویل، ژر به د سوداګرۍ وزارت له مخې د غالیو سکتور ته د یوه ۶ سلیزه تشویقي سبسیډي ورکول پرانېستل شي.

له دې مخکې د غالیو صادروونکو ادعا کوله چې د هوا له لارې د صادراتو په درېدو سره د غالیو په صادراتو کې نوي فیصده کمښت راغلی دی.

د افغانستان غالۍ د نړۍ له مرغوبو غالیو یادیږي چې په لویدیځو هېوادونو کې ګڼ مینه وال لري.

الکسي ناوالنۍ روغتون ته انتقال شوی

د روسیي د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیي د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالنۍ روغتون ته انتقال شوی دی.

دا خبره د الکسي ناوالنۍ وکیل او د روسیې د زندانونو ادارې دوشنبه(د وري ۳۰مه) اعلان کړه.

د روسیې د زندانونو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ناوالنۍ د زندان روغتون ته انتقال شوی او وضعه یې ښه ده.

اعلامیې زیاته کړې چې د ناوالنۍ په خوښه هغه ته ویټامینونه ورکول کېږي.

ناوالنۍ له شلو ورځو د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده.

له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کریملین د مخ په زیاتیدونکو فشارونو په لړکې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې را بللې دي.

ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نژدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG