د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ایران د کرونا ضد چینايي واکسین 'سینوفارم' ته اجازه ورکړې


چینايي واکسین سینوفارم
چینايي واکسین سینوفارم

ایران وايي چې د کرونا ضد چینايي واکسین سینوفارم ته یې بیړنۍ اجازه ورکړې ده.

د ایران د درملو او خوراکي موادو د ادارې ویاند پرون چهارشنبې (د کب ۲۰مه) وویل چې د اوس وخت لپاره د دغه واکسین وېش او ترزیق منع نه دی.

پرون پاکستان هم د دغه چینايي واکسین ورکړه له دې سره-سره پیل کړه چې د پاکستان طبي کار کوونکو د هغه پر اغېزمنتوب شکونه څرګند کړل.

د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل چې د چین سینوفارم واکسین به په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته ورکړل شي چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو ډېر دي.

له هغې نظرپوښتنې سره سم چې یوه اوونۍ دمخه خپره شوه، د پاکستان نیمايي طبي کار کوونکو ویلي چې پر سینوفارم واکسین باور نه لري، خو حاضر دمه پاکستان بل واکسین نه شي ترلاسه کولی.

XS
SM
MD
LG