د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د برېښنايي کېدو په لور د افغانستان یو بل ګام؛ د ښاروالیو لپاره اپلېکېشن جوړ شو


د 'زما ښار' اپلېکېشن پرانیست غونډه
د 'زما ښار' اپلېکېشن پرانیست غونډه

د افغانستان د برېښنايي کېدو په لور یو بل ګام!

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د ښاروالیو د خدمتونو د معلومولو لپاره د 'زما ښار' په نوم یو انلاین اپلېکېشن جوړ کړی.

د دې ادارې چارواکي وايي، د دغه اپلېکېشن په جوړولو سره اوس هر څوک کولای شي د ښاروالیو په اړه ټول معلومات او خدمتونه په اسانه ډول معلوم او ځان پرې پوه کړي.

د دې ادارې ویاندې نرګس مومند د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، دغه اپلېکېشن د اوس لپاره یوازې په څلورو ولایتونو کې کار کوي.

اغلې مومند وايي: "په لومړي ځل موږ وتوانېدو هغه واټن چې د خلکو او ښاروالیو ترمنځ رامنځته شوی و د له‌منځه وړلو لپاره‌یې یو ګام پورته کړو او یو اپلېکېشن مو جوړ کړ، اوس‌مهال دغه اپلېکېشن په کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار کې پرانيستل شو، له نصب سره‌يې خلک کولای شي، د ښاروالیو له خدمتونو، تشکیلاتو، بودجې، د انګشافي پروګرامونو په اړه او دغه‌شان هغه نورو اړین مسایلو لپاره چې دوی ورته اړتیا لري د ترلاسه کولو لپاره دغه اپلېکېشن وکاروي."

نرګس مومند
نرګس مومند

د اغلې مومند په خبره، نورو برخو کې هم کار روان دی ترڅو دولتي خدمتونه ټول برېښنايي شي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې دغه اپېلکېشن په اتو میاشتو کې جوړ شوی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د دې اپلېکېشن په مټ هغه څوک چې د ښاروالیو څخه شکایت ولري کولای شي خپل شکایت هلته ثبت کړي چې له لنډې مودې ځنډ وروسته به‌یې شکاست ته رسېدنه وشي.

دغه اپلېکېشن به لومړي په ټیلیفون کې ثبتېږي له هغې وروسته بیا د استفادې وړ دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اترا اداره د دې ګام د هرکلي ترڅنګ وايي، هڅه دا ده چې اوسنی افغانستان په راتلونکي کې په برېښنايي افغانستان بدل شي.

د دې ادارې ویاند سعید شینواري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ټول هغه خدمتونه چې خلک ورته اړتیا لري د وخت په تېرېدو سره به برېښنايي اړخ خپل کړي.

د 'زما ښار' اپلېکېشن پرانیست غونډه
د 'زما ښار' اپلېکېشن پرانیست غونډه

ښاغلی شینواری زیاتوي: "دغه ټولې چارې د افغانستان د ډیجیټل کولو لپاره هڅې دي، د اترا ادارې په خپلو پالېسیو او ستراتېژیو کې د الکترونیکي حکومتوالۍ لپاره وخت ورکړی او هڅې کوي."

ښاغلی شینواری په ټینګار سره وايي، دا ټولې هڅې عامه خدمتونو ته د اسانه لاسرسي په هدف ترسره کېږي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې له‌خوا دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ په ګډون د هېواد له څو نورو ښاروالیو د فساد راپورونه خپاره شوي و.

کله چې په دغه هېواد کې کرونا ویروس خپور شو. بې‌وزلو ته د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام په ترڅ کې پر کابل ښاروالۍ د فساد تورونه ولګول شول، خو کابل ښاروالۍ بیا دا تورونه رد کړي ول.

XS
SM
MD
LG