د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

روغتیا وزارت: د کرونا ضد واکسینونه به له پلان سره سم ورکړل شي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، د واکسینونو ټول مرسته شوي ډوزونه به له پلان سره سم روغتیايي کار کوونکو، د رسنیو کار کوونکو او امنیتي ارګانونو ته ورکول کېږي.

پرون دوشنبه(د کب ۱۸مه) هم د اروپايي ټولنې په مالي مرسته افغانستان ته د کرونا ضد واکسین څه باندې څلور لکه شپېته سوه زره، ډوزه واکسین ورسېد.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند، میرویس علیزي پرون ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه پورې موږ د هند څخه د واکسین ۵۰۰،۰۰۰ ډوزه واکسین ترلاسه کړی دی، د دې تر څنګ د کوواکس پروګرام په مرسته هم ۴۶۸۰۰۰ ډوزه واکسین هېواد ته انتقال او په رسمي ډول روغتیا وزارت ته وسپارل شول."

اروپايي ټولنه وايي، د کوواکس پروګرام له لارې د اروپايي ټولنې د یو میلیارد یورو په لګښت د واکسینونو دغه تازه ډوزونه افغانستان ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG