د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

ایټالیا د 'اسټرا-زینیکا' کرونا ضد واکسین ته رسماً اجازه ورکړه


د اسټرا-زینیکا په نوم د کرونا-ویروس-ضد واکسین
د اسټرا-زینیکا په نوم د کرونا-ویروس-ضد واکسین

ایټالیا پرون دوشنبه(د کب ۱۸مه) تر ۶۵ کلونو پوخ عمره کسانو ته د اسټرا-زینیکا په نوم د کرونا-ویروس-ضد واکسین لګولو ته رسماً اجازه ورکړه.

د دغه هېواد روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه واکسین د ۶۵کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته خوندي دی.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو اروپايي هېوادونو هغو کسانو ته چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو زیات دي، اسټرا-زینیکا واکسین لګولو ته اجازه نه ده ورکړې.

دوی ویلي، د دغه واکسین د خوندیتوب لپاره کافي شواهد نه لري، خو په وروستیو کې د دغه واکسین په اړه ځیني مثبتې څېړنې د دې لامل شوې چې ځینې هېوادونه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په ایټالیا کې پرون په کرونا ویروس د مړو شمېر تر یو لکو واوښت.

XS
SM
MD
LG