د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

په ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د رامنځته کېدو ګواښ


په هرات کې راوتلی سیلاب. 30 March 2019
په هرات کې راوتلی سیلاب. 30 March 2019

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره د دغه هېواد په ۲۴ ولایتونو د سختو سیلابونو او ورښتونو د راوتلو خبر ورکوي.

د دې ادارې د وړاندوینې برخې مسوول محمد نسیم مرادي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د روانې لمریزې میاشتې په ۱۶مه به کابل، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، دایکندی، بلخ، سمنګان، بدخشان، بامیان، میدان وردګ، بغلان، کندز، تخار، پروان، پنجشیر او سالنګونو کې د سختې واورې او بارانونو احتمال شته. د ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي میتره پورې اټکل شوې."

د ښاغلي مرادي په خبره، په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کاپیسا، نورستان، لوګر او لغمان کې هم وړاندوینې شوي.

د ده په خبره، دغه وړاندوینه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د ۲۲ مرکز له خوا شوې.

دا په داسې حال کې ده چې چاوراکي د ۱۳۹۹ کال د ورښت د کچې فیصدي د تېرکال پرتله له ۳۰ څخه تر ۳۵ سلنې کمه تخمین کړې.

د سالنګ لویه لار
د سالنګ لویه لار

په همدې حال کې له طبیعي پېښو سره د افغان دولت وزارت په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ خبر ورکوي.

خو د دې وزارت د انسجام برخې مرستیال قاسم حیدري له ازادي راډیو سره به خبرو کې د دې وچکالۍ د کابو کېدو لپاره د چمتوالي خبره هم کوي: "هر بنسټ خپل چمتوالی لري، ډېرې کمېټې جوړې شوي، یوه کمېټه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت له خوا رهبري کېږي، بله کمېټه د پېښو سره د افغان دولت په وزارت کې جوړه شوې چې دا ټول د وچکالي د کابو کېدو او په دې برخه کې د ځواب ورکونې لپاره کار کوي."

ښاغلي حیدري هرات، بادغیس، غور، غزني او ځیني مرکزي او شمالي ولایتونه هغه سیمې یادوي چې د وچکالې له امله به زیان وویني.

افغانستان یو له هغه هېوادنو څخه دی چې شااوخوا ۴۵ فیصده خلک یې له کرنې سره تړلی خپل ژوند پر مخ بیايي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان له وچکالۍ د ژغورنې لپاره ۲۵۰ ملي متره ورښت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG