افغانستان
چارواکي: هند کې نیول شوي ۴ افغان تبلیغیان خوشې او هېواد ته ستانه شول

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي، څلور تنه افغان تبلیغیان چې په هند کې بندیان وو، خوشې او هېواد ته ستانه کړل.
د دغه سفارت په ټوېټر پاڼه دا خبر بېګا ناوخته خپور شو.
په ټوېټ کې زیاته شوې چې دغه څلور افغان تبلیغیان په هندوستان کې د کرونا د ویروس د خپرېدو پر مهال نیول شوي وو.
معلومه نه ده چې د هند پولیسو دا افغانان په کوم تور زندان ته اچولي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اشرف غني: حاضر یو چې خپله موده د سولې لپاره لنډه کړو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبرهیې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي.
ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي.
ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بینالمللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو."
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند نهکړي.
ښاغلی غني داسې مهال د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي چې تازه د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر لهخوا افغان دولت او طالبانو ته په سپارل شوې طرحه کې ویل شوي، یوه انتقالي اداره به ټاکنو ته لاره برابروي.
له دې سره هممهاله ټاکنو کمېسیون هم ویلي، د ملګرو ملتونو په مرستهیې د دغه سازمان ۱۵ سلاکارن او نړیوال متخصصان ګمارلي او د همدې میاشتې تر پای پورې به دندې پيل کړي.
معلومه نهده چې د ټاکنو د نړیوالو متخصصانو ګمارنه د ټاکنو لپاره له نویو پيل شویو هڅو سره تړاو لري او که نه.
زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړ

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړی دی.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې دا سفر ګټور بللی، خو دا یې نهده څرګنده کړې چې ښاغلی خلیلزاد بېرته واشنګټن او که بل ځای ته تللی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر پر مهالیې له حکومتي او سیاسي چارواکو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.
ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد له هغه ګډ لیدلوري خوښ دی چې افغانانیې د استانبول کنفرانس په اړه لري، هغه کنفرانس چې تمه ده عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
تر اوسه د دغه کنفرانس کره نېټه نهده اعلان شوې، خو افغان چارواکو ویلي، تمه ده د همدې روانې اوونۍ په وروستیو کې جوړ شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له افغان چارواکو سره پر استانبول غونډې غږېدلې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د حکومت له مشرانو سره د استانبول د غونډې پر چمتووالي خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما نن سهار په څو ټویټونو کې ویلي چې دیبرا لاینز له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري سره پر دې موضوع کتلي دي.
یوناما وايي په دغو کتنو کې د استانبول غونډې د چمتووالي ترڅنګ د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو، د سولې پروسې د چټکتیا او د سولې په دغه بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د غوښتنو د اورېدو پر موضوع بحث شوی دی.
ټاکل شوې په څو ورځو کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان پر موضوع غونډه وشي چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران به هم پهکې برخه واخلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی.
انتوني بلېنکن پرون یکشنبه د امریکا له «NBC» ټلوېزیون سره په خبرو کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته هم اشاره وکړه.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "ولسمشر [جو بایډن] د دې جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی او د خپل توان په حد کې به نهپرېږدو چې افغانستان بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل شي، په ځانګړي ډول هغه ترورېزم چې د امریکا متحده ایالات په نښه کوي."
د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.
خو اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ګران کار دی.
ښاغلي بلېنکن وویل، دا نه د افغانستان د حکومت، نه طالبانو او نه هم خلکو په ګټه ده چې افغانستان بېرته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
د اروپا مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د اروپا مېشتو افغانانو د پنځمې نړیوالې جرګې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي.
غونډه پرون په انلاین بڼه ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د ترکیې ناسته د افغان سولې لپاره مهمه وبلله او ویېویل چې باید سولې ته د رسېدو لپاره د دوی په خبره داسې فرصتونه له لاسه ونهوځي.
د دې انلاین غونډې یوه تنظیموونکي مهراب احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د جرګې اکثرو ګډونوالو په افغانستان کې د وینې د تویېدو د مخنیوي او د جنګ د بندېدو په هدف له اوسني فرصته په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. د کنفرانس په لومړۍ برخه کې اکثرو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. دوی په افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره د خلکو په ذهنیتسازۍ باندې پانګونه وکړي."
د اروپا مېشتو افغانانو د جرګې رئیس ډاکتر اصغرخېل منګل، په افغانستان کې د کاناډا مخکېنی سفیر کریستوفر الکساندر، د جرمني د پارلمان غړې کیزیا ماردیلا، په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي او د افغانستان د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست د دې انلاین غونډې ویناوال وو.
هرات کې ۵ افغان سرتېري ووژل شول

هرات کې پرون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام درې پولیس د هرات ښار په ۱۱مه حوزه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ووژل.
اخوا د یکشنبې په ماسپيښين موټرسایکل سپرو بریدګرو د تورغونډۍ په بازار کې دوه افغان سرتېري په ډزو وژلي دي.
د هرات والي عبدالوحید قتالي دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې یو وسلهوال بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی.
تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
ارزګان کې یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور ټپيان دي

په ارزګان کې تېر ماښام یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د ملکیانو په یوه (فېلډر) موټر شوې ده.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امینالله توخي ازادي راډيو ته وویل له دې چاودنې څلور ټپیان او یو جسد روغتون ته انتقال شوي.
د ارزګان والي نعمتالله بختیاري هم په دې اړه ازادي راډیو ته لنډ لومړني معلومات شریک کړي.
ښاغلی بختیاري زیاتوي: "نسیم ساحې خوا ته ماین انفجار کړی دی. دوه کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یو قومي مشر چې د حاجي شاه محمد زوی دی او یو بل کس ته زیان اوښتی. یو یې شهید شوی او بل یې زخمي دی."
چا د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند خپل روسي سیالان مات کړل

د ازادو رزمي لوبو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند بېګا په مسکو کې خپل روسي سیالان مات کړل.
د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان لهخوا ترسره شوې.
سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ.
هغه تر بریا وروسته وویل: "قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان د ۳۶ ملیونه نفوس استازیتوب وکړ."
واحد نژند هم چې په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې لوبېده خپل روسی سیال پاول اردیشیف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر وګاټه.
تر دې مخکې هم د روسیې د ازادو رزمي لوبو په سازمانونو کې افغان لوبغاړي لوبېدلي دي.
په دې لېنک باندې د سمېع فیضي د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.
https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5498031286903733
په دې لېنک باندې د واحد نژند د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.
https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5497854266921435
د افغانستان ټاکنو کمېسیون نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکاران ګمارلي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ۱۵ نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکارانیې ګمارلي دي.
دغه کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې دغه متخصصان به د همدې اپرېل میاشتې تر وروستیو پورې خپلې دندې پيل کړي.
ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ژمنه په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي مشر عبدالله الدرداري ورته کړې ده.
معلومه نهده چې ټاکنو کمېسیون کې اوس دغه ګمارنې په څه هدف کېږي، خو د نړیوالو لهخوا په یوې نوې طرحه کې د افغانستان لپاره د انتقالي ادارې وړاندیز شوی دی.
دغې طرحه کې راغلي چې همدا انتقالي اداره به ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.
ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو ملکي کس وژلی

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.
د ارزګان ولایت سرپرست والي نعمت الله بختیار ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین چاودنه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ماښام د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د قومي مخور شا محمد د زوی پر موټر شوې.
دی وايي، دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
خو دغه ولایت کې یوې باوري دولتي سرچینې ازادي راډيو ته تائید کړه چې دغه ماین چسپکي و او پر مهال یې ۲تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې روغتون ته د پېښې له ځایه ۵ کسان ور وړل شوي چې له ډلې یې درې پولیس او دوه ملکیان دي.
نوموړی وايي، یادو کسانو کې یو ملکي کس وژل شوی او د پاتې څلورو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
په کابل کې د پاکستان سفیر له خلیلزاد سره پر افغان سولې غږیدلی

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره یې په وروستۍ کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
منصوراحمد خان د دې کتنې په اړه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره یې د ترکیې د راتلونکې غونډې په ګډون په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو پرلارو چارو خبرې وکړې.
پاکستان چې د افغانستان په مسئله کې یو مهم لوبغاړی بلل کیږي، چارواکو یې له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې او ویلې یې دي چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې په برابرولو کې یې مهم رول لوبولای دی.
سولې ته د رسېدو لپاره د سولې د ولسي حرکت ۴ مهمې سپارښتنې!

د استانبول د غونډې په درشل کې د سولې د ولسي حرکت د اته ويشت ولایتونو مسؤلينو په کابل کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې سولې ته د رسېدو لپاره څلور مهمې سپارښتنې وړاندې کړې.
د غونډې برخه والو په یوه خوله ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو د بریالتوب لپاره ضروري ده چې لومړی اوربند وشي.
د دې حرکت د پکتیا د څانګې مسؤل احمد شاه بهار وویل: "د سولې په پروسه کې تر ټولو لومړني او اساسي پړاو د سولې د منازعې په مدیریت کې دغه دی چې لومړی اوربند وشي او وروسته خبرې اترې پیل شي. ځکه د جګړو په وخت کې چې کله جګړې شدت ومومي خبرې اترې نه دا چې نتیجه نه ورکوي بلکې امکان هم نه لري."
د سولې په ټوله پروسه کې ولس ته ونډه ورکول، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د باصلاحیته پلاوو ترمنځ د خبرو مخ ته وړل او د سولې په اړه یو هر اړخیز جوړ جاړي ته تر رسېدو مخکې د جګړې هېڅ یوه لوري ته امتیاز نه ورکول د دې حرکت د غړیو د غونډې نور مهم ټکي وو.
د کابل الف ښځینه باسکټبال لوبدلې اتلولي خپله کړه

د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي په لس پړاوه سیالیو کې د کابل الف ښځینه باسکټبال لوبدلې اتلولي خپله کړه.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتي غړي مجیب قاريزاده ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې په کابل کې پیل شوې وې، نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د هرات او کابل الف لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پای ته ورسېدې.
د نوموړي په وینا په پای لوبه کې کابل الف ۵۷ او هرات ۵۳ درجو په ترلاسه کولو سره کابل د باسکټبال ښځینه الف لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.
په دغو لوبو کې هرات او کندهار ښځینه لوبډلو دوهم او درېیم مقامونه خپل کړل.
د باسکټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د باسکټبال دغو ښځینه سیالیو کې د کابل الف او کابل ب، هرات، غزني، بامیان، کندهار او بلخ ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو.
بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو کورنیو لاریون کړی

په بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو په لسګونو غړیو د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د خپلو حقوقو او امتیازاتو د اجرا غوښتونکي شول.
دوی چې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) یې د پلخمري په ختیځ کې د کابل لویه لاره د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، چارواکي تورن کړل چې له برېښنایي تذکرو پرته پر عادي تذکرو ورته خپل میاشتني حقوق نه ورکوي.
د بغلان د شهیدانو او معلولینو د چارو رئیس عبدالصبور صابریار وایي، د نوي طرزالعمل له مخې ټول معلولین او د شهیدانو ورثه باید نوې الکترونیکي تذکرې واخلي او له دې پرته یې میاشتني حقوق نه ورکول کېږي.
د چارواکو په وینا په بغلان کې له ۱۲ زرو زیات د جګړو معلولین او د جګړو ورثه ثبت دي.
پروان کې د ۲ کورنیو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي

په پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ په وسله واله نښته کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پروان چارواکي وایي، دغه نښته کې چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې شوې، دوه تنه وژل شوي او نور ټپیان دي.
د شینوارو ولسوال جاکوګل احمدي نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د اشتر شهر په سیمه کې چې طالبان پرې کنټرول لري، رامنځته شوې.
د هغه په خبره د درې ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک بلل شوی دی.
چارواکي د دواړو کورنیو ترمنځ شخصي دښمنۍ د دغې پېښې اصلي لامل بولي.