د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

پاپ فرانسس په عراق کې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه وکړه


د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسس د عراق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسس د عراق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې

پاپ فرانسس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ.

دا عراق ته چې د عیسویانو ټولنه یې د جنګ جګړو له امله څو کلونو په اوږدو کې کمه شوې لومړنی سفر دی.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا ویروس اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی دی.

دا په تېر یوه کال کې د پاپ لومړی بهرنی سفر دی.

د الازهر پوهنتون مشر احمد الطیب عراق ته د پاپ فرانسس سفر تاریخي اقدام بللی.

د عیسوي عراقیانو لپاره چې کلونه د دغه هېواد د نورو وګړو په څېر له فرقه يي شخړو او ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دي د پاپ څلور ورځنی سفر هیله بښونکی بلل کیږي.

پاپ د عراق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې وینا پرمهال وویل چې دعا کوي په دغه هېواد کې تاوتریخجنې کړنې، تُندلاري، تفرقه او نه زغم پای ته ورسېږي: "وسلې دې بندې شي! پرېږدئ چې دلته او ټولو ځایونو کې یې پراختیا پای ته ورسوو."

پاپ فرانسس یکشنبه موصل او قره قوش ته ځي
پاپ فرانسس یکشنبه موصل او قره قوش ته ځي

پاپ فرانسس د عراق له سیاستوالو وغوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته مساوي حقوق تضمین کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او د قدرت له ناوړه استفاده مخه ونیسي.

یو وخت په عراق کې څه باندې یو میلیون عیسویان اوسېدل، خو اوس یې شمېر د ۲۵۰ لکو او څلور لکو کسانو تر منځ اټکل شوی. دلیل یې دا دی چې عراق له دینی او فرقه یي تبعیضونو او اقتصادي ځوړتیا سره مخ بلل کېږي.

پاپ فرانسس یکشنبه موصل او قره قوش ته ځي، څو د اسلامي دولت داعش له امله ځورېدلو خلکو سره وګوري او وژل شوېو ته دعاوې وکړي.

تر هغه مخکې د عراق په شمال کې د کردستان کورواکې سیمې ته ورځي.

د الازهر پوهنتون مشر احمد الطیب عراق ته د پاپ فرانسس سفر یو شجاعانه او تاریخي اقدام بللی دی.

XS
SM
MD
LG