د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

پر کابل پوهنتون برید؛ هغه ټپونه چې لا نه دي رغېدلي


پر کابل پوهنتون له برید وروسته، د یوه ټولګي حال
پر کابل پوهنتون له برید وروسته، د یوه ټولګي حال

څلور میاشتې او درې ورځې وړاندې پر کابل پوهنتون برید وشو.۲ تنه وسله‌وال د لړم په دوولسمه د پوهنتون د شمالي دروازې له لارې انګړ ته دننه شول او پر محصلانو او د پوهنتون پر کارکوونکو یې ډزې پیل کړې.

دې برید شپږ ساعته دوام وکړ، خو بالاخره د ۱۶ محصلانو په ګډون د ۲۲ تنو په وژل کېدو او ۴۰ تنو ټپي کېدو وروسته، پای ته ورسېد، په ټپیانو کې ډېر شمېر هغه وو چې ځانونه یې د ژغورنې په موخه د ټولګیو له کړکۍ را غورځولي وو.

د افغانستان حکومت دا برید د طالبانو کار وباله، خو طالبانو دا خبره رد کړه.

پر کابل پوهنتون برید؛ محصله هما له ۴۰ ورځو راهیسې ټپي پرته ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00

هما د همدې محصلانو له ډلې وه.

هغې دوه میاشتې وړاندې د خپل وضعیت او د پېښې په اړه ازادي راډیو ته ویلي و، لا هم په پښو نه شي درېدای او روحاً هم نا ارامه ده: "عقلي او عصبي ناروغان هم وايي، دا چې د اکسیجن کمي سره مخ کېږي او وضعیت مې خرابېږي، د همدې پېښې او ټکان له کبله دی چې ما لیدلي. ډېره بده ورځ وه، یادېږي مې، چېغې وې، هر څومره مې چې منډې وکړې، بیا هم لوېدم، ټول ځای په وینو لړلی و. "

له دې پېښې له څلور میاشتو زیات وخت تېرې شو، خو امنیتي وضعیت تر دې کچې دی چې د هما په ګډون د دې پېښې یو شمېر قربانیان یا یې هم کورنۍ د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي، خبرې وکړي.

پر کابل پوهنتون برید په کور دننه له سخت غبرګون سره شو، خو په نړیواله کچه یې هم پراخه غندنه وشوه.

امریکا، اروپايي ټولنې، ملګروملتونو او ناټو دا برید د افغانستان پر راتلونکي حمله وبلله او هر څه ژر یې د عاملانو د نیولو او ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان حکومت هم ژمنه وکړه چې د دې برید طراحان به نیسي او سخته سزا به ورکوي.

تردې چې له برید ۱۲ ورځې وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې پر کابل پوهنتون د برید د طراح او عامل د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت عمومي ریاست د دې کس نوم محمد عادل وښود او زیاته یې کړه، هغه د کابل په دوولسمه ناحیه کې نیولی دی.

ملي امنیت د محمد عادل د اعتراف له قوله لیکلي و چې د طارق او هدایت په نوم له دوو تنو نورو سره یې له یوې هوکړې وروسته، پر کابل پوهنتون برید کړ.

د دې شخص د نیولو وروسته، د کابل پوهنتون د برید د قربانیانو کورنیو د هغه د اعدام غوښته وکړه.

تر دې چې د مرغومې په ۱۳مه نېټه په لومړنۍ محکمه کې هغه ته د اعدام سزا واورول شوه.

د پېښې د قربانیانو د کورنیو ترڅنګ، ډېر شمېر سیاسیونو او د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د محکمې د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

د لومړنۍ محکمې پرېکړه پرون د کب په ۱۴مه په بګرام زندان کې د ټروریسټي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له‌خوا تایید شوه.

محمد عادل له نیولو وروسته د خپل اعتراف پر مهال ویلي و، پر کابل پوهنتون یې ځکه برید وکړ چې د پوښښ له اړخه خبر جوړونکې وي او حکومت تر فشار لاندې راشي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا خبرداری ورکوي چې د ټولو ورته جرمونو کوونکي به د همدې ډول برخلیک سره مخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین زیاته کړه: "امنیتي ځواکونه په هره سیمه چې ترهګریز فعالیت وشي، جدي عمل کوي. موږ دوی یا نیسوو، یا یې وژنو او یا هم به سخته سزا ورکوو. "

پر کابل پوهنتون د برید مسوولیت داعش ډلې ومانه او ویې ویل، دوه وسله‌والو یې دا حمله کړې ده.

خو اوس پر دې پوهنتون برید کوونکي ته د اعدام له سزا وروسته، د خلکو غوښتنه دا ده چې د وروستیو هدفي وژنو، په ځانګړي ډول د خبریالانو د وژنو مسوولان او عاملان ونیول شي او سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG