د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

د افغانستان-زیمبابوې د کرکټ سیالۍ؛ افغانستان ۱۳۱ منډې وکړې


افغان کرکټر رحمت شاه توپ وهنه کوي
افغان کرکټر رحمت شاه توپ وهنه کوي

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ ټېسټ لوبه پیل شوه چې افغانستان په کې ۱۳۱ منډې وکړې.

اوس زمبابوې په خپله پاڼۍ کې د وروستي لوبغاړي تر سوځېدو منډې جوړوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ پیچ یا میدان تر ډېره د توپ اچوونکو لپاره مناسب و: "په لومړۍ ورځ ویکټې یا پیچ له توپ اچوونکو سره ډېره مرسته کوله، ځکه نو دواړه لوبډلو خپلې ویکټې په کمو منډو ژر- ژر له لاسه ورکړلې. افغانستان ۱۳۱ منډې وکړې. افغان لوبغاړو له وړاندې ښه چمتووالی نیولی او هیله من یو چې د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري."

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ به دویمه ټېسټ لوبه د مارچ پر لسمه نېټه پیل شي.

د افغانستان په کوربه­ توب به دواړه هېوادونه په خپلو کې درې شل اووره مسابقې هم کوي چې لومړۍ به یې د مارچ پر ۱۷مه وي.

XS
SM
MD
LG