د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

اروپایي ټولنه او امریکا د 'ناوالنۍ' په خاطر پر روسیې نور بندیزونه لګوي


د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ
د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ د مسمومېدو او زنداني کېدو په خاطر نن ګډ اقدامات وکړي.

اروپایي ډیپلوماتیکو سرچینو پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) وویل چې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو د روسیې عدلي او د قانون د تنفیذ پر څلورو جګ پوړو چارواکو چې د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو په دوسیه کې یې لاس درلود، بندیزونه تایید کړي دي.

نوموړی اوس په زندان کې دی.

په عین حال کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې دوو سرچینو 'رویټرز' او 'سي.اېن.اېن' ته ویلي چې متحده ایالات په پام کې لري چې د ناوالنۍ د مسمومېدو د پېښې په خاطر د روسیې پر وړاندې اقدام وکړي.

ناوالنۍ د تېر کال په اګسټ میاشت کې په نواچیک زهرجنو موادو چې په پخواني شوروي اتحاد کې تولیدېدل او د پوځي هدفونو لپاره ترې کار اخېستل کېږي، مسموم شوی و چې وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولاړ.

امریکا به د ناوالنۍ د مسمومېدو په خاطر د روسیې پر وړاندې اقدام وکړي.
امریکا به د ناوالنۍ د مسمومېدو په خاطر د روسیې پر وړاندې اقدام وکړي.

په دې اړه چې متحده ایالات به د روسیې پر وړاندې څه اقدام کوي او هغه به کله اعلانوي؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ازادي راډیو پوښتنې ته سم ځواب ورنه کړ، خو یوازې دومره یې ویل چې متحده ایالات له مخکې بندیزونه نه افشا کوي.

دوو اروپایي سرچینو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پر هغو روسي چارواکو چې اروپایي ټولنې په دغو نوېو بندیزونو کې په نښه کړي نومونه به یې وروسته له هغې چې هغه بندیزونه چې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تېرې اوونۍ پرې موافقه کړې وه، تایید شي، د دې ټولنې په رسمي ژورنال کې خپاره شي.

دغه سرچینو هغه راپورونه چې له مخکې یې د دغو څلور لوړ پوړي د روسي چارواکو نومونه په ډاګه کړي، تایید کړل.

په دوی کې د روسیې د زندانونو د فدرالي ادارې مشر الکساندر کالاشنیکوف، د روسیې د تحقیقاتو د کمېټې مشر الکساندر باستریکین، لوی څارنوال ایګور کراسنوف او د ملي ګارډ رئیس ویکتور زولوتوف شامل دي.

اروپایي ټولنې له دې مخکې هم تېرکال چې کله الکسي ناوالنۍ مسموم شو، پر روسیې بندیزونه ولګول، خو هغه مهال د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پېښه له پامه وغورځوله او روسیې ته یې د سزا ورکولو کوم اقدام ونه کړ.

د بایډن ادارې نه دي ویلي چې په مشخص ډول د ناوالنۍ د مسمومېدو د مسئلې په تړاو به د روسیې پر وړاندې څه ډول اقدامات کوي؟ ښایي د امریکا بندیزونه د مسمومېدو پر مسئلې سربېره د سایبري حملو چې روسیه پرې تورنه شوې، د امریکا په ډیموکراسۍ کې د دې هېواد د لاس وهنې او نورو تخریبي فعالیتونو په خاطرهم پر مسکو ولګول شي.

XS
SM
MD
LG