د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین تطبیق روان دی.
د ګانا ولسمشر نانا- اکوفو- ادو لومړنی کس دی چې د کوواکس په نوم د واکسین د نړیوال کمپاین په ترڅ کې د کرونا واکسین ورکړل شو.
ادو او د هغه مېرمنې ته پرون د مارچ په لومړۍ نېټه په هغو مراسمو کې چې جریان یې پر ټلوېزیون خپرېده، د کرونا ضد اسټرا زینېکا واکسین ورکړل شو.
نوموړي وویل، دی غواړي د لویدیځې افریقا د دې هېواد خلکو ته وښيي چې واکسین اغېز لري.
کوواکس د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د واکسین په برخه کې د مرستې نړیوال پروګرام دی.
په امریکا کې تردې دمه پنځوس میلیونه کسانو چې د ټولو وګړو په سلو کې پنځلس جوړوي، د کرونا ضد واکسین لږترلږه یو ډوز ترلاسه کړی دی.
د واکسین په برخه کې د پرمختګ خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې په بریتانیا کې د یوې څېړنې موندنو ښودلې چې د فایزر او استرا زینېک شرکتونو واکسینونه په تېره په هغو زړو خلکو کې ښه نتیجه ورکړې چې جدي ناروغۍ لري.
د څېړنې له مخې دې واکسینونو د ناروغانو د بستر کېدو موارد په سلو کې اتیا راکم کړي دي.
په همدې حال کې د چین د روغتیا چارواکو د کرونا ضد واکسین د کمپاین په اړه تازه جزئیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې تر را روانې جون میاشتې پورې به د دې هېواد د یو اعشاریه څلور میلیارد وګړو په سلو کې څلوېښت واکسین شي.