د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

روغتیا وزارت: له ۱۲ زرو زیات افغان روغتیا پالان د کرونا ضد واکسین شوي


ارشیف، هرات کې یوه روغتیا پال ته د کرونا ویروس تطبیق
ارشیف، هرات کې یوه روغتیا پال ته د کرونا ویروس تطبیق

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تر اوسه‌يې له ۱۲ زرو زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړی دی.

د دې وزارت ویاند او د کتلوي معافیت پروګرام مشر غلام دستګیر نظري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه روغتیا پالان‌یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې واکسین کړي او دغه لړۍ دوام لري.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په دې مرحله کې د استرازینیکا واکسین، روغتیا پالانو، د افغان امنیتي ځواکونو غړو او نورو هغو ته چې عمرونه‌یې زیات دي، یا د دغې ناروغۍ په وړاندې یې د بدن معافیت کم دی، لومړي دوزه تطبیق کوي.

هند د دې واکسین پنځه لکه دوزه افغانستان ته ورکړي دي.

د ښاغلي نظري په وینا چین هم ورسره د سینوفارم واکسین د دوه لکه نورو دوزو مرستې ژمنه پرون وکړه چې په دې سره له افغانستان سره د چین د واکسین د مرستو ژمنه څلور لکو دوزو ته رسېږي.

خو هغه وویل، تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې چین به دغه واکسین چې د روغتیا نړیوال سازمان تأیید کړی، کله افغانستان ته ورکوي.

د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر نږدې دوه‌نیم زرو او پرې د اخته شویو نږدې ۵۶ زره کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG