د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۲

قزاقستان کې له حکومت ضد مظاهرو لسګونه معترضان نیول شوي


د قزاقستان پولیس د اعتراض کوونکو د نیولو پر مهال

په قزاقستان کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه معترضان نیول شوي دي.

دغه مظاهرې چې د دې هیواد په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې ترسره شوې، د اپوزېسیون دوو ګوندونو تنظیم کړې وې.

په دغو اعتراضیه لاریونونو کې چې د قزاقستان په یو شمېر ښارونو او ښارګوټو کې ترسره شول، ګډونوالو یې په هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره غږ اوچت کړ.

د نور اوتان واکمن ګوند چې له نږدې درې لسیزو راهیسې د قزاقستان پر سیاست نفوذ لري، د حکومت مخالفه ګوندونه‌یې څنګ ته کړي دي. دغه ګوندونه چې په پارلمان کې هم څوکۍ نه‌لري، د خپلو غوښتنو لپاره له دې پرته چې د عمومي اعتراضونو له لارې یې راپورته کړي، بله لار نه‌لري.

پروني اعتراضیه لاریونونه د پلازمېنې نورسلطان په ګډون د دې هیواد په ډېرو نورو لویو ښارونو کې ترسره شول.

قزاقستان کې اعتراضونه
قزاقستان کې اعتراضونه

ویل کېږي په اورال ښار کې په اعتراضیه لاریون کې چې چارواکو ورته اجازه ورکړې وه، په سلګونه کسانو برخه اخیستې وه. د قزاقستان په دوهم ستر ښار الماتي کې هم په لسګونه کسانو په ترسره شویو لاریونونو کې ګډون کړی و چې د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې پولیسو لږترلږه ۵۰ تنه په دې ښار کې نیولي دي.

یو شمېر معترضانو "له لارې لیرې شه"، د نظرباییف ضد شعارونه ورکول. نورسلطان نظرباییف چې له لسیزو راهیسې یې د دې هېواد واګې په لاس کې وې، دوه کاله مخکې له قدرته لاس واخیست او د انتخاباتو له لارې یې خپل ځای ناستي قاسم جومارت توکاییف ته زمینه برابره کړه، خو ویل کېږي چې نوموړی تر اوسه د دې هېواد په سیاست کې مهم رول لوبوي.

د قزاقستان په ښارونو کې پروني لاریونونه د اپوزېسیون دوو ډلو، ډموکراتیک ګوند او د قزاقستان د ډموکراتیک انتخاب ګوند تنظیم کړي وو.

دغو دواړو ګوندونو په دغو لاریونونو کې د سیاسي اصلاحاتو ترڅنګ د ځمکو د اصلاحاتو غوښتنې هم وکړې.

قزاقستان کې اعتراض کوونکي
قزاقستان کې اعتراض کوونکي

د قزاقستان ولسمشر توکاییف مخکې له دې چې د ځمکو د خرڅلاو لپاره مهلت پای ته ورسېږي، د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې بهرنیان له دې منع کېږي چې په دې هېواد کې ځمکې وپېري یا یې په اجاره ونیسي.

هغه وویل، دغه طرحه‌یې د دې لپاره وړاندې کړې چې په دې اړه ګونګوسیو ته د پای ټکی کېږدي.

د بهرنیانو له‌خوا د کرنیزو ځمکو د پېرلو اوسنی مهلت د روان کال په پای کې پای ته رسېږي. د قزاقستان حکومت د کرنې په سکټور کې د بهرنیانو د پانګونې د جلبولو لپاره د دغه پنځه کلن مهلت طرحه په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې تصویب او عملي کړه چې په وړاندې یې په دې هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG