د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

مسیر: دوستم په ښکاره د دولتي عالي شورا د جوړېدو لپاره رابلل شوی


ارشیف، مارشال دوستم
ارشیف، مارشال دوستم
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې له یوه نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د راتلو په تړاو لیکلي چې راتګ ته يې په کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، په سړکونو تلاشۍ روانې وې، خلک ځورول کېدل او د ډېرو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی و.

ورځپاڼې د حکومت او دوستم ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو خبره کړې لیکلي چې دوستم په ښکاره د دولتي عالي شورا د جوړېدو لپاره رابلل شوی.

خو د لېکوال په وینا، حکومت له څه مودې راهیسې هڅه کوي، څو د پخوا پر خلاف ځیني سیاسي شخصیتونه ځان ته را نږدې کړي، امتیازات ورکړي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.

لېکوال ټینګار کوي چې د جنجالي سیاسي لوبو پرځای ښه ده چې د سولې لپاره رېښتینې هڅې وشي.

  • افغانستان ورځپآڼه

افغانستان ورځپاڼې د هوا په ګرمېدو سره د جګړې لیکو د بیا تودېدو و دوحه کې د خبرو په تړاو سرلېکنه کړې ده.

د لېکوال په وینا د دوحې خبرو په پیل سره جګړو زور اخېستی او دا هغه څه دي چې د خلکو هیلې يې مړاوي کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي پخوا داسې څرګندونې موجودې وې چې ګنې طالبان د تفکر او ایډیالوژی له پلوه بدل شوي خو په وینا یې وروستیو تاوتریخوالو ثابته کړه چې طالبان لا هم د بیان ازادي په رسمیت نه پیژني او په پخواني تفکر ژوند کوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې سږ کال افغانانو د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او بې ساري تاوتریخوالي سره مخ شول چې په وینا یې اوسنی وضعیت هېڅ افغان ته د منلو نه دی او افغان حکومت يې باید په تړاو لاس پکار شي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، له افغان ځواکونو پراخ ملي او نړيوال ملاتړ.

وړاندې د ورځپاڼې په سرليکنه کې راغلي، افغان حکومت د خپلو ځواکونو د تجهيز، پياوړتيا، روزنې او د هغوی د حقونو او امتيازاتو لړۍ پراخه کړې ده.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا ځواکونه نه يوازې د افغانستان او افغان ولس دفاع او ساتنه کوي، بلکې له هغې ترهګرۍ سره هم په جګړه کې دي چې سيمه او نړۍ ګواښي.

د ليکوال په باور، له همدې امله له افغان ځواکونو نړيوال ملاتړ هم پراخ شوی او هڅې دا دي چې دغه ځواکونه نور هم تجهيز او پياوړي کړل شي.

د لېکوال په وینا، دا ځواک تل پاتې او باوري ځواک دی چې ان د سيمې کړکېچ يې ننګولی او د سيمې او ګاونډ ګڼ هېوادونه يې پردې يقيني کړي چې بايد په سيمه کې د سلګونو کالو شخړې ختمې او پر ځای يې تفاهم او له يو بل سره د ګډ کار او هڅو پر مټ خپل روا او دايمي ګټې ولټوي.

XS
SM
MD
LG