د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ښځینه کرکټ سیالۍ؛ انګلستان له نیوزیلنډه وګټله


د انګلستان او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوورېزو سیالیو سیریز انګلستان دوه د صفر په مقابل کې وګاټه.

د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه لوبه تېره ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وشوه چې په دې سیالۍ کې نیوزیلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو يې ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۸م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ او په ۷ ویکټو يې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم انګلینډ لوبډلې ګټلې وه.

د دې لوبې په ګټلو سره یادې لوبډلې د روانو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه

XS
SM
MD
LG