د افغانستان د فوټبال فدراسیون ورزشيکلپونو ته د مسلکي جواز ورکولو لړۍ پیل کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورزشي کلپونو تخنیکي مدیر توفیق الهي فلاح نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا روزنیز پروګرام د اوس لپاره د هرات د لسو غوره کلپونو مسوولانو ته په پام کې نېول شوی.
ښاغلی فلاح وايي، د فوټبال ورزشي کلپونه باید تخنیکي زدهکړې وکړي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د هېواد په پنځو نورو زونونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.