افغانستان
مارشال عبدالرشید دوستم 'کابل' ته راځي

مارشال عبدالرشید دوستم به د شنبې ورځې له غرمې مخکې له جوزجان څخه کابل ته راشي.
مارشال دوستم ته نږدې کس فریدون الهام ازادي راډیو ته وايي چې ښاغلی دوستم به په دغه سفر کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره وګوري.
تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نهدي ویلي.
عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۹ کال له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته کابل ته نهدی راغلی، ان وروسته له هغې چې د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې په پایله کې یې مارشالي ترلاسه کړه هم کابل ته نهدی راغلی.
ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول د ۱۳۹۸ کال د تلې/ میزان د شپږمې له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د توافق له مواردو و.
هغه انتخابات چې پایلې یې جنجالي شوې او د محمد اشرف غني او د هغه انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ له توافق وروسته دغه کړکېچ پای ته ورسېد.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د ملي امنیت سلاکار: هېڅوک د افغانستان راتلونکې نهشي تضمینولی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی د پوځیانو له وتلو وروسته هېڅوک د افغانستان راتلونکې نهشي تضمینولی.
جک سولیوان دا خبره پرون یکشنبه فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړه، خو ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې امریکا به پر هغو ترهګریزو ګواښونو متمرکزه پاته شي چې له افغانستان سرچینه اخلي.
روېټرز خبري اژانس د سولیوان په حواله ویلي، څه چې امریکا کولای شوای، هغه د افغانستان حکومت او خلکو ته د سرچینو برابرول او د افغان ځواکونو روزنه او سمبالول و چې په خبرهیې واشنګټن ترسره کړل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونهیې د هېواد او نظام د ساتنې وړتیا لري.
جلالاباد ښار کې دوو جلا جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

په جلالاباد ښار کې تېر ماښام په دوه جلا جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ځایي سرچینو په وینا لومړنۍ پېښه د جلالاباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د چهل مترې سړک په سیمه کې پرون ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسلهوالو د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
تقریباً هممهاله د جلالاباد ښار د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول.
که څه هم امنیتي چارواکو منلې چې دغه پېښې رامنځته شوي او نور جزئیاتیې نهدي ورکړي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ازادي راډیو ته وویل چې د لومړۍ پېښې له ځایه یو مړی او د دوهمې پېښې له ځایه دوه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دی.
تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په خپل وخت اقدام وکړي.
بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې القاعده چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید کړی و، ډېره ځپل شوې او نور د دې وړتیا نهلري چې بیا ورته برید وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل، طالبان هم مسؤل دي چې القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ته په دې هېواد کې ځای ورنهکړي، هغه ژمنه چې د ده په وینا طالبانو د دوحې د تېر کال په تړون کې له امریکا سره کړې او ویلې یې دي چې پرې به نهږدي چې د افغانستان له خاورې بیا د متحده ایالاتو یا متحدانو په وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
اشرف غني: د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې افغان ولسمشر وایي، د دوی د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي.
محمد اشرف غني دا خبرې دوه ورځې وړاندې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په ناسته کې کړې، خو د خبرو دا برخهیې نن ارګ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.
ښاغلي غني زیاته کړې ځواکونهیې هره ورځ ۳۰ تر ۴۰ پورې عملیات مخته وړي او تر ډېره په خپلواکه توګه.
ښاغلی غني وايي: "موږ د سقوط په خطر کې نهیو، دا روایت ناسم دی چې د افغانستان دولت به وپرځېږي، موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوايي ځواکونه لرو چې ښه پياوړي او ښه روزنهیې شوې ده، تر هغو چې دا ځواکونه وي د دولت د سقوط خطر نهشته."
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ځواکونه د بهرنیو له حضور پرته هم د دغه هېواد او افغانانو د بشپړې دفاع وړتیا لري.
له افغانستانه په بېقید او شرطه ډول د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځیني تحلیلیونه دا دي چې طالبان به ډېرې سیمې لاندې کړي.
د امریکا استخباراتو هم ورته اندېښنه ښودلې ده.
خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب وکړ

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب کړی چې خلکو تهیې ستونزې پیدا کړي.
دوی د دولت د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض کړی چې غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو پورې منحصر کړي.
د خوست د درملتونونو د ټولنې مرستیال سلطان افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپل اعتصاب د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل کړی او تر هغې به جریان لري چې موږ خپل حقه حقوقو ته لاسرسی نهوي شوی، موږ په خوست کې ۴۲۳ دواخانې او د درملو د شرکتونو نمایندهګۍ لرو چې دا ټول په مطلق ډول تړلي دي."
د افغانستان دولت ویلي، غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو منحصر کړي او دغه شرکتونه بهیې بیا په زنځیري ډول په درملتونونو وېشي.
له دې وړاندې په کابل، هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د درملو کاروباریانو ورته اعتراضونه کړي دي.
حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سرهیې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي.
ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیلهمن دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلاماباد کې کوربهتوب وکړي.
د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نهګډون په اړه په څه نهدي ویلي.
طالبانو دومره ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونهکړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه پهکې کېږي.
د ننګرهار د پچیراګام او هسکې مېنې لپاره د 'داعش ډلې نوی مسؤل' ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسؤل ووژل شو.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتیجه کې د داعش ډلې یو مسؤل کمین چې په حکیمالله مشهور دی، د تېښتې پر مهال ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
د جرمني دفاع وزیرې له خپل حکومت له دوی سره د کارکوونکو افغانانو منل غوښتي

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وایي له حکومت څخهیې غواړي هغه افغانان چې د افغانستان په جګړو کې یې په هغه هېواد کې له دېره جرمني پوځیانو سره مرسته کړې او دا مهالیې ژوند په خطر کې دی، ومني.
نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکي حللارې لپاره کار روان دی.
مېرمن کارنبایر زیاته کړه، کله چې جرمني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا د جرمني مسؤلیت دی چې له دوی سره همکار افغانان په ناخوندي ډول یوازې پرې نږدي.
په افغانستان کې له دېره ۱،۰۰۰ جرمني سرتېرو ترڅنګ ۳۰۰ افغان کارکوونکي په دندو بوخت دي.
جلالاباد کې د یوې کورنۍ ۸ غړي ووژل شول

د یوې کورنۍ ۸ غړي تېر ماښام په جلالاباد ښار کې ووژل شول.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي دا پېښه د جلالاباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې داسې مهال شوې چې دغه کسان د تراوېح پر لمانځه ولاړ ول.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې پنځه تنه وژل شوي د حاجي عبدالوهاب په نوم یوه کس زامن او درې نور یې ورېرونه ول.
د والي په خبره لومړني معلومات ښیي چې دا پېښه د ځمکو پر سر د شخصي دښمنۍ له کبله شوې ده.
د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ ملکيان ووژل

افغان چارواکي وايي چې د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د قرهباغ امنیه قوماندان رمضان ځیرک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون مازیګر قرهباغ ولسوالۍ ته نږدې په لایق کلي کې وشوه.
ښاغلي ځیرک د پېښې په اړه زیاته کړه: "څلور کسان شهیدان شول. هغوی یې د دروازې مخې ته ماین ایښی و. د دوی موټر هم ټوټې ټوټې شوی و. وروسته د کلي خلک پسې راپاڅېدلي دي او طالبانیې وهلي او له کلي څخهیې په زور شړلي دي."
ښاغلی ځیرک وايي، د تېرې سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه کې چې طالبانو د قرهباغ پر مرکز برید وکړ او د ولسوالۍ بازار ته ننول، نو د بازار ټولې لارې یې په ماینونو وپوښلې چې د نوموړي په وینا پرون چاودلی ماین هم له همدې ډلې وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
اتمر له خپل هندي سیال سره د امریکا د پوځي مأموریت پر پای ته رسېدو خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې محمد حنیف اتمر پرون شنبه له اس جې شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په امنیتي، سیاسي او پراختیايي برخو کې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د نوي فصل په اړه خبرې وکړې.
بیان زیاتوي چې ښاغلي شنکر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړي کولو په برخه کې د هند د فعالې ونډې ډاډ ورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له دې خبرو مخکې پرون په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره هم وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې وايي، ښاغلي وېلسن د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغان دفاعي امنیتي ځواکونو سره د مرستو او همداراز په پراختیايي او بشري برخو کې د متحده ایالاتو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
پنټاګون: افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو برید به سخت ځواب سره مخ شي

د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او متحدانو یې هر ډول احتمالي حمله به له سخت ځواب سره مخامخ شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه (د وري ۲۷مه) په واشنګټن کې دا خبره وکړه: "دا به زموږ لپاره عاقلانه نه وي چې دا ګواښونه جدي ونه ګڼو او دا به د طالبانو لپاره هم عاقلانه نه وي چې هغه څه جدي ونه ګڼي چې ولسمشر او دفاع وزیر ویلي چې د وتلو پر وخت زموږ او زموږ د متحدانو پر پوځیانو به هر برید ته ډېر سخت ځواب ورکړو."
په هغه موافقه کې چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.
طالبانو ویلي دي، که امریکایي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې ونه وځي مسوولیت به یې د امریکایانو پر غاړه وي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونه به د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستانه ووځي
کابل کې 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ شو

د افغانستان د رسنیو ځینو خبریالانو او مسوولانو 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ کړ.
دغه بنسټ نن شنبه (د وري ۲۸مه) په خپله لومړۍ غونډه کې د سولې پروسې په پای کې د خبریالانو او د بیان د ازادي د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله اعلامیه کې د خبریالانو په وړاندې د شوي تاوتریخوالي او وژنو د پېښو څېړنه هم غوښتې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په قطر کې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې د سولې مذاکرو له پیل سره جوخت په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې زورزیاتی زیات شوی دی.
په دې موده کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي تر څنګ ځینې خبریالان وژل شوي چې د عاملانو د محاکمې برخه کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړی شوی دی.
حسین زماني د افغانستان د فوتبال په ملي لوبډله کې ومنل شو

د هالنډ د اجاکس او د ایټالیا د جنیوا فوټبال لوبډلو پخواني لوبغاړي حسین زماني د افغانستان د فوتبال په ملي لوبډله کې ومنل شو.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې حسین زماني په ملي لوبډله کې د فوټبال نړیوال جام انتخاباتي سياليو او دغه شان د اسیا ملتونو جام په سیالو کې ولوبېږي.
۱۸ کلن حسین زماني د هالنډ د امسټردام په اجاکس لوبډلو او اکاډمۍ کې لوبه کړې او له هغې وړاندې د ایټالیا جنیوا ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېدلی.
نوموړی دا مهال د هالنډ فوټبال لومړي لیګ او د تل سټار په لوبډلو کې لوبېږي.
اتمر او ظریف د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر لاسلیکېدو ټینګار وکړ

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر نهايي کېدو او لاسلیکېدو ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه(د وري ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې محمد حنیف اتمر او محمد جواد ظریف په دې اړه په ټیلیفوني مکالمه کې بحث وکړ.
په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د دغه سند پر نهايي کېدو د بحث لپاره تېر کال کابل ته سفر کړی و.
عراقچي د هغه سفر پر مهال ویلي و چې تهران او کابل د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډې کړنلارې ته اړتیا لري.
افغانستان او ایران نه دي ویلي چې د دغه سند په جوړولو کې څومره پرمختګ شوی او کله به د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شي.