د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د جانسن انډ جانس کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین د تأیید په درشل کې دی


د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین
د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا د روغتیايي قوانینو اداره وايي، د کرونا ویروس پر ضد د جانسن انډ جانسن کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی واکسین د تأیید په درشل کې دی.

د امریکا د خوړو او درملو د قوانینو اداره وايي، دا واکسین چې یوازې یو دوز ورکول کېږي د کرونا د مقاومو بڼو پر وړاندې وجود خوندي کوي.

تمه ده چې د روغتیا متخصصان به د جانسن انډ جانسن د واکسین د اغېزو د څرنګوالي په اړه د اوونۍ په پای کې خبرې وکړي.

امریکایي ساینسپوهانو پرون تأیید کړه چې د درمل جوړولو د دې شرکت واکسین خوندي دی او د کرونا د عادي او مقاومې بڼې پر وړاندې په سلو کې ۶۶ او د دې ناروغۍ د تر ټولو جدي بڼې پر وړاندې په سلو کې ۸۵ اغېزمن دی.

دې ادارې همداراز د فایزر او بایو اېن تیک کمپنیو د واکسین په اړه چې تطبیق‌یې اوس‌مهال روان دی هم امېدواروونکي معلومات خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG