د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د کوواکس په نوم د کرونا ضد واکسینونو لومړۍ بسته ګانا ته ورسېده


ګانا ته رسیدلې لومړۍ بسته
ګانا ته رسیدلې لومړۍ بسته

د کوواکس په نوم د هغه پروګرام له مخې چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، د واکسینونو لومړۍ بسته ګانا هېواد ته ورسېده.

د دې پروګرام هدف دا دی چې وروسته پاتې هېوادونو ته هم د کرونا یا کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین ورسول شي.

ګانا ته د واکسینونو بستې په داسې حال کې رسوي چې په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د جنوبي افریقا دغه هېواد ته د اسټرا-زینیکا واکسین شپږسوه زره ډوزه پرون چهارشنبه ورسېدل.

د ګاوي په نوم د واکسینونو اتحاد چې د کوواکس په پروګرام کې دخیل دی، دا یوه مهمه ورځ وبلله.

د کوواکس په نوم د واکسین پروګرام به په تدریجي ډول ۹۲ لږو یا هم د منځني حد عوایدلرونکو هېوادونو ته واکسینونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG