د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

روغتیا وزارت: نن روغتیاپالانو ته د کرونا ضد واکسین پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن چهارشنبه (د کب ۶مه) به په ځانګړي ډول روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین ورکړه پيل شي.

د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې په څه باندې شپږ سوه روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالانو ته سر له نننه د واکسین ورکړه پیل شي او له لسو تر پنځلسو ورځو به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي."

هند له افغانستان سره د سټرازینیکا واکسین پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده چې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) په رسمي ډول د دې واکسین کمپاین پیل شو او په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دا واکسین درې سوه پنځه اویا تنو ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG