د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مسیر: ولې باید د امنیتي ځواکونو پلانونه افشا شي؟


افغان ملي اردو
افغان ملي اردو
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د حکومت پر وړاندې د یو شمېر پرتو خنډونو د لېرې کېدو پر مسئلې سر لېکنه کړې ده.

وړاندې په کې راغلي، حکومت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د درېیو لویو ستونزو په هوارولو بریالی شو چې دا د اوسني حکومت لپاره چې له ګڼو نېوکو سر مخ دی یو ښه زیری کیدای شي.

د ورځپاڼې اشاره د ټرانسپورټي شرکتونو د اعتصاب پای ته رسولو، د صرافانو سراسري شورا اعتراض او د نوې مالي کال د بودجې طرحې ته ده چې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.

خو ورځپاڼې ټینګار کړی، اوس چې حکومت له دغو ننګونو څخه په بریالیتوب وتلی، باید له اعتصاب کووونکو او ولسي جرګې سره کړې ژمنې عملي کړي.

د لېکوال په وینا،که حکومت خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي د دې تمه باید ولري چې بیا ځلي به له ورته اعتراضونو او ننګونو سره مخ شي چې بیا به د ستونزو هوارول ورته د اوس په څېر اسانه نه وي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، ولې باید د امنیتي ځواکونو پلانونه افشا شي؟

د ورځپاڼې اشاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندنو ته ده چې ویلي یې دي، د پاکستان له لوري طالبانو ته یو ډول نوي ماشینونه رسېدلي چې ترهګرو تر ډېره هغه په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کړي او ښاغلي صالح پولیسو ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته سراچه ډوله موټرې په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.

لېکوال د امرالله صالح په دغو څرګندونو تُندې نیوکې کړي او لیکلي یې دي چې که رښتیا هدف دا وي چې دا بریدګر او د دوی ټوله شبکه ونیول شي، نو دا خبره باید پټه ساتل شوې وای او یوازې امنیتي او کشفي ارګانونه پرې خبر وای.

خو د لیکوال په وینا اوس داسې ښکاري چې امرالله صالح نه غواړي دا کسان ونیول شي او یوازې هغوی خبروي چې امنیتي ځواکونو یې تکتیک پېژندلی او نور دې یې نه کاروي.

لیکوال ادعا کوي چې حکومتي چارواکي اوس د دې پرځای چې د دغو پېښو مخه ونیسي، هڅه کوي چې خلک ووېروي، یا غواړي خپل نظر څرګند کړي او په وینا یې چې دوی اوس د مسوولینو پر ځای د سیاسي شنونکو رول لوبوي او خپله دنده نه ترسره کوي.

د سرمقالې لیکوال همدارنګه ټینګار کړی چې حکومتي چارواکي باید د ځان ښودنې او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو پر ځای، هڅه وکړي چې د روانو چاودنو او وژنو مخه ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د کابل په برکي څلور لارې کې د پوليسو پر رنجر ډوله موټر د وړمې ورځې چاودنې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د دې پېښې په ليدلو سره ان سخت زړی دښمن هم خواشينی کېږي او دا د ستر بشري جنايت هغه انځور دی چې په هېڅ قوم، ديني او مذهب کې يې بېلګه نه ده ليدل شوې.

د لیکوال په وینا، د دې جګړې تر شا د دښمنو هېوادونو ګټې دي چې افغانان وژني او د پرمختګ مخنيوی يې کوي.

خو ټینګار يې کړی چې د افغانستان د خلکو دښمنان به د داسې غير انساني کړنو او بريدونو په ترسره کولو سره هېڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسېږي.

ورځپاڼې پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې دا پردۍ جګړه بنده او مخنيوی يې وکړي.

XS
SM
MD
LG