د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

افغانستان کې د کووېډ – ۱۹ د واکسین پروسه پيلېږي


افغانستان سره مرسته شوي واکسین
افغانستان سره مرسته شوي واکسین

نن په افغانستان کې د کووېډ – ۱۹ د واکسین پروسه پيلېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري دا خبره ازادي راډيو ته وکړه: "تمه ده د جلالتماب ولسمشر او د هېواد د مشرانو په حضور کې یو پروګرام جوړ شي. په دغه پروګرام کې به د کوویډ – ۱۹ واکسین د ټاکلیو کټګوریو له مخې د شرایط وړ کسانو ته ولګول شي."

افغانستان د هغو پنځو لکو ډوزه واکسینونو تطبیق پیلوي چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې هند ورسره مرسته کړي و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تمه ده دا واکسین دوه نیمو لکو افغان روغتیاپالانو، پوځیانو او خبریالانو ته په ترتیب ولګول شي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر پرونه په کوویډ – ۱۹ د ټولو اخته خلکو شمېر ۵۵ زره او ۶۰۴ ته رسېده او د دې وبا له لاسه د مړو شمېر هم ۲۴۳۲ یاد شوی.

XS
SM
MD
LG