د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

کابل کې د اسیا 'بي'درجې فوټبال روزنېز کورس پای ته ورسېده


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د اسیا'بي' درجې فوټبال روزنېز کورس نن شنبه (د کب ۲مه) پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزیز کورس درې اوونۍ مخکې په کابل کې پیل شوی و چې نن د سندونو او جایزو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

ښاغلی مشعوف وایي، په دغه شل ورځني پروګرام کې له کابل او ولایتونو څخه ۲۴ روزونکو برخه اخېستې وه.

یاد پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسون د فني مدیر طاهر رؤفي له خوا پرمخ یوړل شو.

XS
SM
MD
LG