د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

جي اووه سرمشریزه کرونا وبا سره پر ګډې مبارزې پای ته ورسېده


ارشیف
ارشیف

د جي اووه یا د اوه لویو اقتصادي قدرتونو سرمشریزه له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې او نړیوالې همکارۍ د بیا ژوندي کولو په ټينګار پای ته ورسېده.

د جي اووه سرمشریزه د بریتانیا په کوربه توب وشوه.

ګډونوالو په کې د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د نړیوال واکسین پروګرام لپاره د څلورو میلیاردو ډالرو نوې مرستې ژمنه وکړه.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل دې سرمشریزې ته وویل، کرونا وبا به تر هغو ماته نه شي چې ټوله نړۍ نه وي واکسین شوي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې دوه میلیونه او څلور نیم لکه کسان (۲۴۴۷۶۱۵) د کرونا له لاسه مړه شوي. د ټولو مثبتو قضیو شمېر ۱۱۰ میلیون او پنځه نیم لکو ته رسېدلی.

XS
SM
MD
LG