د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

جوبایډن به د واکسیناسیون له پروګرام سره مرسته اعلان کړي


د امریکا ولسمشر  جو بایډن
د امریکا ولسمشر  جو بایډن

امریکایي چارواکي وایي، نن جمعه (د کب ۱مه) به د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن په بې وزله هېوادونو کې د واکسیناسیون له پروګرام سره څلور میلیارده ډالره مرسته اعلان کړي.

ټاکل شوې دغه ګام مرستو ته د نورو هېوادونو د هڅونې په هدف د ( جي ۷) یا ۷ صنعتي هېوادونو په غونډه کې پورته شي.

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، متحده ایالاتونه به سملاسي د کوواکس (COVAX) نړیوال پروګرام ته دوه میلیارده ډالر ورکړي او په خبره یې دوه میلیارده نوره مرسته به د دوو کلونو په ترڅ کې ورکړل شي.

کواکس هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې په عادلانه ډول د واکسین ویش ته لاره هواره شي.

کواکس یوه نړیواله پروژه ده چې په هر هېواد کې شل فیصده زیانمنونکو کسانو ته د واکسین د برابرولو او ویش چارې مخته بیایي.

XS
SM
MD
LG