د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

زیمبابوې سره د کرکټ لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

له زیمبابوې سره د کرکټ د دوو ازمایښتي (ټېسټ) لوبو لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریک هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په دې لوبډله کې ځوانانو ته هم ونډه ورکړل شوې ده: "په دې لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی. د دې سیالۍ لپاره یوه ښه لوبډله غوره شوې ده. انشاالله دا لوبډله به وکولای شي چې د زیمبابوې پر وړاندې په دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري."

د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د افغانستان په کوربه توب له زیمبابوې سره دوه ټېسټ لوبې په پام کې دي چې په را روانه مارچ میاشت کې به وي ،خو نېټه یې تر اوسه نه ده مالومه.

دا لوبډله د راشدخان، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي په ګډون اتلس غړي لري.

XS
SM
MD
LG