په کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو یا 'ITTAF' سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند محمد عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) «سوله د ټولو لپاره» په شعار پیل شوې.
د ښاغلي عارف په خبره، په دې سیالیو کې د کابل له څلورو ورزشو ټولنو ۲۰۰ ښځینه او نارینه ورزش کارانو ، په ۵ ډوله سني کټګوریو کې ګډون کړی وو.
د نوموړي په خبره، دا سیالۍ د کابل ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکلو په موخه، د بدني روزنې ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې وشوې.