د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

جو بایډن او بنيامين نتانیاهو د ايران د اټمي پروګرام پر تهديد بحث وکړ


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتانیاهو سره
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتانیاهو سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي پروګرام د تهدید او 'کووېډ-۱۹' په اړه بحث کړی دی.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتانیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې دا خبره تأیید کړه.

نتانیاهو د امریکا له هغو اخري متحدانو وو چې جو بایډن ورته ټيلیفون وکړ، جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه.

. ویل کېدل ټرمپ د اسرائیل په ګټه اجنډا پر مخ وړي او ګڼ عرب هېوادونه، په اروپا او نورو ځایو کې یې د امریکا متحدان په غصه کړي وو.

ټاکل شوې ده د مارچ په ۲۳مه نېټه په اسرائیل کې انتخابات وشي.

له امریکا سره د اسرائیل اړیکې د دې هېواد رأی ورکوونکو ته خورا مهمې دي.

نتانیاهو د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټينګې اړیکې درلودې
نتانیاهو د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټينګې اړیکې درلودې

له جو بایډن سره د ټيلفوني خبرو په اړه لومړی د نتانیاهو دفتر خبر ورکړ. د ده دفتر دا خبرې ډېرې ښې بللې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د اټمي وسلو جوړولو په برخه کې د ایران پر تهدید، د 'کووېډ-۱۹' د بحران د مخنیوي او له عربو هېوادونو سره د اسرائیل د نوې موافقې پر پراختیا خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال بایډن د ټرمپ پر هغه پرېکړه انتقاد کړی وو چې له ایران سره‌یې د نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵م کال له اټمي موافقې څخه امریکا وایسته.

نتانیاهو د ټرمپ د دې پرېکړې ملاتړ کاوه چې په نتیجه کې يې امریکا د اسرائیل پر مهم مخالف ایران سخت بندیزونه ولګول. بایډن په علني توګه ویلي، تر دې مخکې چې د بندیزونو لیرې کولو د احتمال په اړه د ده اداره بحث وکړي، ایران باید د ۲۰۱۵م کال له موافقې سره سم چلند وکړي.

تهران له امریکا، چین، روسیې، جرمني، فرانسې او برتانیې سره په موافقه کې توافق کړی وو چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام درولو په بدل کې به ورباندې بندیزونه لیرې شي.

ایران تل دا خبره رد کړې چې اټمي وسلې جوړول غواړي. وروسته له هغه چې ټرمپ له دې موافقې تېر شو، تهران هم له موافقې سرغړونه پیل کړه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG