د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۷

کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان د سټرازنېکا واکسین تایید کړ

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د سټرازنېکا واکسین تایید کړ.

هند د دې واکسین پنځه لکه ډوزه افغانستان ته ورکړي دي چې ټاکل شوې ده په لومړي ګام کې روغتیا پالان او بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته ورکړل شي.

د هند د سیروم انسټیټیوټ او د جنوبي کوریا سټرازنیکا اېس کي بیوي شرکت دا واکسین په ګډه تولید کړی دی.

په افغانستان کې تر اوسه په کووېډ- ۱۹ناروغۍ څه باندې پنځه پنځوس زره پنځه سوه کسان اخته شوي دي چې له دې ډلې دوه زره څلور سوه اته ویشت مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG