د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

افغانستان کې پر روانو ناخوالو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو لیکنې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې را اخیستي چې ویلي، که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نه‌کړي، نو ارګ به محاصره کړي.

وړاندې لیکوال پر حکومت هم نیوکه کړې چې تر اوسه‌یې باید دغه ژمنې عملي کړې وای.

لیکوال ټینګار کړی، که حکومت له اسلامي حزب سره هوکړه نه‌عملي کوي، نو طالبان به هم پرې باور ونه‌کړي او زړه به ښه نه‌کړي چې له حکومت سره هوکړه وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، له اسلامي حزب سره د هوکړې مکلفیت د حکومت دنده ده او باید عملي یې کړي.

د بندیانو خوشې کول، په ملکي ادارو کې د حزب اسلامي د غړو جذبول، د کډوالو راستنول او ځیني نور هغه مسایل دي چې د حکمتیار په وینا د حکومت له لوري نه‌دي عملي شوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېڅ یو شخص او یا هم ډلې ته د دې حق نه‌ورکوي چې په زور په ارګ کې واکمني وکړي.

دغه‌شان حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د پلي کولو کمېسیون بیا ویلي چې تر اوسه د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۱،۱۶۴ بندیان خوشې شوي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو او ترهګريزو ډلو له‌خوا د جګړې او بريدونو شدت نه‌يوازې د سولې لپاره هيلې مړاوې کړي، بلکې په کور دننه او په نړيواله کچه‌يې سختې اندېښنې هم راپورته کړې دي.

وړاندې د امريکا د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډېوېډ پټريوس څرګندونې را اخیستل شوي چې ویلي، طالبان يوازې غواړي چې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي او د دوی بندیان له بنده خوشې شي، خو په وینا یې په اصل کې د افغانستان وضعيت د جدي اندېښنې وړ دی او طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي.

ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو لپاره نه، بلکې د خپلو بندیانو د خوشې کولو او دغه‌شان له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسليک کړې ده.

هېواد لیکلي، دا اندېښنې پر ځای دي خو په وینا یې د دغه خطرناک حالت کابو کول هم د نړيوالو ستر مسؤليت دی، ځکه په خبره‌یې ترهګري تر پخوا ډېره پياوړې شوې او د افغانستان وضعيت نېغ په نېغه د نړۍ پر وضعيت اغېزې شيندي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د بودجې د نه‌تصویب له امله رامنځته شویو ستونزو ته اشاره کړې لیکلي چې د حکومت او پارلمان ترمنځ د بودجې پر سر د رامنځته شوي کړکېچ او زور ازماینو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

وړاندې راغلي چې دا مهال اکثرو دولتي کارکوونکو معاشونه نه‌دي اخیستي او د ډېرو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.

د لیکوال په وینا د دغه کړکېچ دوام هغو دولتي کارکوونکو ته ډېر زیان اړولی چې په کمو معاشونو ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان چارواکي باید له خپل‌منځي اختلافاتو تېر شي او روانو حالاتو ته په پام ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG