صربیا له خپل ګاونډي، شمالي مقدونیا سره د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد فایزرـبایو ان تیک د ۴،۶۸۰ دوزه واکسین مرسته وکړه.
دا هېواد تر اوسه نهدی توانېدلی چې د خپل نفوس چې شمېر یې دوه ملیونه او یو لک وګړي دي، د دغې وبا په وړاندې واکسین برابر کړي.
د صربیا ولسمشر الکساندر وچیچ او د شمالي مقدونیا صدراعظم زوران ژایو پرون د تابانوڅي پرګ ډې پولې د دغه واکسین د پېټو د لېږدولو په تشریفاتي مراسمو کې ګډون وکړ.
له دې هېواد سره د صربیا په مرسته شویو واکسینونو به ۲،۳۴۰ کسانو ته دوه ځلې دغه واکسین ورکول کېږي. د شمالي مقدونیا صدراعظم چې د ګاونډي دغه مرستهیې ډېره ارزښتناکه وبلله وویل چې دغه واکسین به روغتیایي کارکوونکو ته چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په مرکزونو کې کار کوي، ورکړل شي.
شمالي مقدونیا دغهراز هیلهمن دی چې په روانه فبرورۍ میاشت کې د واکسین ۸۴۰ زره نور دوزه له نړیوال روغتیایي سازمان څخه ترلاسه کړي.
د شمېرو له مخې په شمالي مقدونیا کې ۹۷ زره کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې درې زره هم ترې مړه شوي دي.