د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۳

غني: له افغانستانه د شوروي ځواکونو غیر مسوولانه وتل کورنۍ جګړې پیل کړې


له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتل, 08Feb1989
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتل, 08Feb1989

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کلېزې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي، د افغانانو د جهاد موخه د خلکو په خوښه د نظام ټېنګښت و، خو د شوروي ځواکونو د غیرمسولانه وتلو له امله افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

ښاغلي غني زیاته کړه: "زموږ د خلکو د برحق جهاد موخه دا وه چې افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د خلکو په خوښه نظام رامنځته شي، څو ملي او نظامي بنسټونه پیاوړي کړي او له دولته ساتنه وکړي، خو د شوروي ځواکونو وتل مسوولانه نه وو او د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ ډول تدابیرپه پام کې نه و نیول شوي، افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې، د افغانستان ملي بنسټونه او زیربناوې له منځه ولاړې."

ښاغلي غني وايي چې د سولې لپاره مناسب فرصت برابر شوی، داسې سوله چې په کې پوځي او ملکي بنسټونه خوندي او د پخوا په پرتله لا پیاوړي شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم په یوې اعلامیه کې ویلي، هیله من دی چې د سولې د ټینګښت برخه کې روانې هڅې د څلوېښت کلنې جګړې او د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دوی د سولې لپاره له هر عملي اقدامه هرکلی کوي.

په قطر کې د سولې خبرې له یوې مودې راهیسې ځنډېدلي او افغان امنیتي چارواکو د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې د نا امنیو مسوول طالبان بللي، هغه څه چې دې ډلې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG