د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۶

کندهار  کې د 'AFC' فوټسال روزنېز کورس پای ته ورسېده


ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري

په کندهار ولایت کې د 'AFC' فوټسال روزنېز کورس پای ته ورسېده.

د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال د روزنې ټولګی چې په کندهار کې د روزونکو د ظرفیتونو د لوړاوي په موخه پيل شوی و، نن پای ته ورسېد.

په دغه ټولګي کې د کندهار ولایت د فوټسال ۲۶ روزونکو ګډون کړی وو چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي عبدالرزاق ممرک نه یې د فوټسال په برخه کې نوي قوانین او تخنیکونه زده کړل.

دغه ټولګي شپږ ورځې دوام وکړ او موخه يې د اسیا د فوټسال روزنې لومړۍ درجې ټولګي ته د غوره روزونکو معرفي او ور پېژندل وو.

XS
SM
MD
LG