د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

خلک په اطلاع رسونه کې د "راډیو" رول څنګه ارزوي؟


په افغانستان کې په کور دننه بې ځایه شويو خلکو ته د ازادې اروپا ازادي راډیو له لوري وېشل شوې راډيوګانې. Sept. 17, 2010
په افغانستان کې په کور دننه بې ځایه شويو خلکو ته د ازادې اروپا ازادي راډیو له لوري وېشل شوې راډيوګانې. Sept. 17, 2010

فبرورۍ ۱۳ مه د "راډیو" له نړیوالۍ ورځې سره برابره ده او خلک په اطلاع رسونه کې د راډیو ګانو رول د پام وړ بولي.

راډیو د خپل پیدایښت له وخته ترننه له غږ نه په استفادې خلکو ته د اطلاع په رسولو کې ځانګړې وه.

د افغانستان خلک د بېلابېلو لاملونو له امله ټکنالوجۍ ته زیات لاس رسی نه لري، ناامنۍ او د برښنا نشتوالی هغه څه دي چې انټرنېټ ته یې د خلکو لاسرسی لاپسې محدود کړی، ښايی همدا لامل وي چې په دې هيواد کې راډیو ډېر اورېدونکي لري.

په کمه بیه او په سختو شرایطو کې اطلاع ته رسول، هغه هم په نورو هېوادونو کې د دغې غږېزې رسنۍ یوه بله ځانګړنه ده.

د کرونا ویروس خپراوي سره راډیو واتوانېده، چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې خلک د دغه ویروس له خطره خبر کړي.

د تېر کال د کب په پنځمه په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه، له هغې وروسته تراوسه خلکو ته په ځانګړې توګه په اطلاع رسونې کې د راډیو رول د پام وړ او مهم و.

د کونړ اوسېدونکی نصار احمد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا ویروس د خپراوی په وخت کې هغه اعلانونه چې د راډیو ګانو له لارې خلکو ته نشرېدل خلکو ته ډېر ګټور و، په ځانګړې توګه هغه خلکو ته چې په لرې سیمو کې ژوند کوي، دوی ته دا ورزده کړل شول، چې څنګه له کرونا ځان وساتي او روغتیايي تدابیر عملي کړي."

د ننګرهار اوسېدونکي نصرالله وویل: "چېرته چې موږ ژوند کوو، له راډیو پرته هیڅ شي ته هم لاس نه لرو، نه تلویزیون، نه اخبار او نه هم نور د اطلاع رسونې وسایل، همدا راډیو وه، چې موږ اورېدوه او په ژوند کې مو روغتیايي سپارښتنې عملي کولې."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین هم وايي، د کرونا ویروس د خپراوی په وخت کې یې ډیری اعلانونه او د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی د راډیو له لارې و.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر دستګیر نظري: "د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه، د دغه ویروس د مخنیوي په اړه د عامه ذهنونو د روښانتيا او لازمو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو لپاره له ملي او سیمه ییزو ۱۵۰ راډیو ګانو ۲ زره ۶۳۳ ساعته د عامه پوهاوي اعلانونه خپاره شوي دي، د دغه پيغامونو لګښت د یونسیف له لوري ورکړل شوی."

په همدې حال کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، چې ۷۵ سلنه افغانان راډیو اوري.

عبدالمجیب خلوتګر
عبدالمجیب خلوتګر

هغه زياتوي: "د هغو څېړنو په اساس چې شوې، په افغانستان کې ۷۵ سلنه خلک راډیو ته بشپړ لاسرسی لري، په داسې حال کې چې تلویزیون ته څو چنده کم لاس رسی لري، حتی نیم یې هم نه لري، موږ د کرونا ویروس په دوران کې د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنیو په ځانګړې توګه د رادیو ګانو چې له کویډ۱۹ سره څه ډول چلند وکړي د رول د پام وړ و."

په لومړي ځل راډیو په ۱۸۹۶ میلادي کال کې د ایټالیايي عالم ګلوګلیمو مارکوني له لوري اختراع شوه، خو اوس یې هم په دومره ډېرو رسنیو کې ځانته ځانګړی ځای ساتلی.

که څه هم په ۱۳۰۲ لمریز کال کې د کابل په پل ارتل کې په کمو امکاناتو راډیو دستګاه کار پیل کړ او ان تر دې چې د غږ د ثبت دستګاه یې هم نه درلوده، خو په ۱۳۲۰ لمریز کال کې زیات امکانات ترلاسه کړل.

د هر کال په تېرېدو په راډیو ګانو کې کار هم توپیر کوي، محمود کوچی چې نږدې څلور لسیزې یې په راډیو کې کار کړی وايي: "په هغه وخت کې موږ اصلا تليفون او مبایل هم نه و، هغه کس سره چې کار به دې و ورسره ، ډېر ستونزمن و، د غږونو په راټولولو کې زیات مشکلات و، که څه هم ټکنالوجي نه وه، موږ به د ریواکس په وسیله خپلې برنامې ایډیټ کولې، ریواکس کار ستونزمن و، فیتې وې، په هغه کې ایډیت ډېرې ستونزې درلودې، اوس زیات سهولتونه رامنځته شوي دي."

که څه هم په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادار په افغانستان کې د فعالاو راډیو ګانو شمېر۱۹۰ ښيي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه شمېر له ۲۶۰ زیات یادوي.

يونيسکو په ۲۰۱۲ کې د فبرورۍ ۱۳ د راډیو نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، له هغې وروسته یاده ورځ هر کال له دغې وسیلې نه د اطلاع رسونې احترام لپاره نمانځل کېږي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دغه سازمان د معلوماتو پربنست په ټوله نړۍ کې د راډیو ۴۴ زره دستګاوې فعالیت لري، که څه هم راډیو د نړۍ پخوانۍ رسنۍ بلل کېږي، خو د وخت په تېرېدو سره سره بیاهم زیات اورېدونکي لري.

XS
SM
MD
LG