د مقناطیسي ماين چاودنو او هدفي وژنو په دوام يو ځل بيا د انتحاري حملو پيل، دا اتحاري موټر بم چاودنه نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) سهار د کندهار په ناامنه ولسوالۍ ارغنداب کې شوې چې د تلفاتو بېلابېلې څرګندونې شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې پوليسو د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک ښوونځي په سیمه کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر پېژندلی او هدف ته له رسېدو وړاندې یې له منځه وړی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه پېښه کې ۱۲ پولیس چې په سیمه کې په عملیاتو بوخت وو، ټپيان شوي دي.
خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر فرید مشعل رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وايي، برید د هاموې موټر په وسیله شوې چې ۷ پولیسو په کې ټپیان شوي دي.
دی وايي: "نن ۷نیمې بجې په ارغنداب ولسوالۍ کې دښمن یوه عراده ټانک چارچ کړی و چې د پولیسو له لوري پېژندل شوی او له منځه وړل شوی، ۷ پولیس یې برسېرن ټپیان کړي چې له درمنلې وروسته بېرته دندو ته ستانه شوي دي."
ښاغلی مشعل زیاتوي، پولیس د دوهمې امنیتي حوزې اړوند و چې د عملیاتو لپاره سیمې ته تللي وو.
په ورته وخت کې یوې کره امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په همدې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د دوهم ټولي قوماندان الله میر چې په پلنګ هم مشهور و، په جګړه کې وژل شوی دی.
بل خوا د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې ۱۸ طالبان و وژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.
تراوسه هم طالبانو د موټر بم برید او همدا شان دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې، د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې سیمه یې ناامنیه کړې.
افغان ځواکونه د دوی پر وړاندې عملیات کوي.