د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

بايډن: امریکا کې ښايي د کرونا ضد واکسین تطبیق له ستونزو سره مخامخ شي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن وايي، حکومت د ټولو بالغو وګړو لپاره تر جولای میاشتې پورې د کوویډ۱۹ ناروغۍ پرضد د اړتیا وړ واکسین چمتو کړی دی خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د لوژستیکي ستونزو له کبله ښايي د واکسین تطبیق له ستونزو سره مخامخ شي.

ښاغلي بایډن پرون پنجشنبې واشنګټن ته نږدې د روغتیا له ملي انستیتیوت څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د ده ادارې د هغه قرارداد چارې بشپړې کړي چې پربنسټ یې حکومت د فایزر او مودېرنا د درمل جوړولو له کمپنیو، د دې واکسین نور سل میلیون دوزه اخلي.

ولسمشربایډن زیاته کړه، چې د جولای ترپایه به د ۳۰۰ میلیون امریکایانو لپاره د کرونا ضد واکسین چمتو وي.

تردې دمه په امریکا کې شاوخوا ۳۳،۷ میلیون وګړو ته چې د ټول نفوس په سلو کې تقریباً لس جوړوي د کرونا واکسین یو یا دوه دوزه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG