د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ختیځه اروپا کې د کرونا ضد واکسین پروګرام پيلېږي


ار
ار

د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایې ټولنه د ختیځې اروپا له شپږو هېوادونو سره د مرسته په توګه د کوېډ١٩ واکسیناسیون پروګرام پیلوي.

د دې پروګرام لګښت ۴۸،۵ میلیونه ډالره یاد شوی دی.

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې د فبرورۍ پر ۱۱ ویلي، چې په دې پروګرام کې به ارمنستان، آذربایجان، بېلاروس، ګرجستان، مولداوي او اوکرایین شامل وي.

اروپايي کمېسیون د دې پروګرام هدف د کوواکس نړیوال نوښت له لوري د اروپا د یو څه بېوزلو هېوادونو سره مرسته بللې ده.

دا شپږ هېوادونه د ختیځي اروپا برخې دي، چې غواړي اروپايي ټولنې سره اړیکې پیاوړي کړي.

اروپايي ټولنه د واکسیناسیون دغه پروګرام لګښتونه په یوې درې کلنې دورې کې ورکوي او د روغتیا نړیوال سازمان یې په تطبیق کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG