د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۱۲

په جرمني کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه اعلان شول


د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل

د جرمني صدراعظمې په دغه هېواد کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د نویو بندیزونو د اعلان سربېره خلک وهڅول چې زیات احتیاط وکړي.

انګیلا ميرکل پرون په برلین کې د ولسې جرګې غونډې ته وویل: "شخصي سفرونه او لیدنې کتنې، د دې په ګډون چې د خپلو خپلوانو ترمنځ وي، باید وځنډېږي. چې څومره ممکنه وي له کوره کار وشي. په دې ډول زه یو ځل بیا له کار ورکوونکو هیله کوم، چې له کوره کار اغېزمن دی، اړیکې ورسره کمېږي."

د مېرمن میرکل تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د جرمني حکومت د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه د مارچ تر اوومې تمدید کړل.

په جرمني کې تر دوه میلیونه او درې لکه ډېر کسان په کووید نولس ناروغۍ اخته شوې دي او په دغه هېوادکې د دې اخیستونکي ناروغۍ د تلفاتو شمېر تر څلور شپېته زره اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG