د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ټرمپ وکیلان سر له ننه خپله دفاعیه وړاندې کوي


د امریکا پخوانى ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا پخوانى ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکیلان به سر له ننه خپله دفاعیه وړاندې کړي.

په کانګرس کې ډیموکراتان غواړي، چې ټرمپ له واکه وروسته استیضاح شي.

دوی وایي، چې د جنوري په شپږمه ټرمپ مظاهره چیان هڅولي وو چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي وو.

په کانګرس کې ډيموکراتانو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې استیضاح د محاکمې قضیه یوه ورځ وروسته تر دې بیا پيل کړه چې پر کانګرس د جنوري د شپږمې نېټې د برید یوه نوې ویډیو یې ښکاره کړه.

د امریکا پر کانګرس د بريد يوه صحنه. ارشيف
د امریکا پر کانګرس د بريد يوه صحنه. ارشيف

د استازیو جرګې وکیلان چې د امریکا د اساسي قانون له مخې د استیضاح په قضیه کې د څارنوالانو په څیر دنده ترسره کوي، استدلال یې وکړ چې ټرمپ خپل پلویان هڅولي دي چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړی.

دوی د ټرمپ ټویټونه، ویډیو، همداراز یو شمېر اسناد د شواهدو په ډول وړاندې کړل.

دیانا دیګیت د استازیو جرګې غړې وویل، د ولسمشر په لارښوونه خلکو برید کړی او ولسمشر دوی ته ویلي و چې هلته واوسي.

د پخواني ولسمشر ټرمپ مدافع وکیلان به خپله دفاعیه سر له ننه وړاندې کړي.

د دوی د دفاع په دلایلو کې یو دا دی چې له قانوني پلوه دا سم کار نه دی چې ولسمشر وروسته تر دې استیضاح شي چې د ولسمشرۍ دفتر یې پرې ایښی دی، خو ګڼو قانون پوهانو ویلي دي چې دا ممکن دی.

بل لور ته استازیو جرګې هغه وخت لا د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې وه، چې دی د جمهوري ریاست په دفتر کې و.

دا قضیه اوس په سنا کې ده که چېرته د سنا له دریو دوې برخې موافقه وکړي، ټرمپ په استیضاح شي.

په سنا کې نیم سناتوران د ډیموکراتانو دي او نیم هم جمهوري غوښتونکي دي، چې د جمهوري غوښتونکو په دې ډله کې ډېر لږ له دې سره موافق دي چې ټرمپ استیضاح شي.

د جمهوري غوښتونکو سناتور مارکو روبیو فاکس نیوز ته د فبروي په لومړیو کې ویلي و، چې د کانګرس پر ودانۍ برید ویرونکی و خو د ټرمپ استیضاح د دې لپاره پکار نه وه چې هغه نور ولسمشر نه و.

خو د چهارشنبې په ورځ چې یو شمېر ډیموکراتانو د جنوري د شپږمې نېټې د برید ځیني ویډیوګانې او غږیز پيغامونه خپاره کړل څو تنه سناتوران یې په لیدلو حیرانه شول.

د ټرمپ دفاعیه ډله به همداراز استدلال وکړي، چې د بیان د ازادۍ له مخې ټرمپ د خبرو حق درلود او هغو کسانو چې د کانګرس پر ماڼۍ برید وکړ دا د هغوی خپل کار دی.

دوی همداراز وایي، دا قضیه چې ښایي د جمعې په ورځ به بشپړه شي، سیاسي انګریزه لري.

د جنوري د شپږمې نېټې په برید کې د یوه پولیس افسر په ګډون پنځه تنه ووژل شول او بیا څو ورځې وروسته د پولیسو دوو افسرانو چې د دې پېښو شاهدان و، ځانونه ووژل.

XS
SM
MD
LG