د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د اسټراليا کرکټ لوبډله بنګلدېش ته ځي


ارشیف، د اسټرالیا کرکټ لوبډله
ارشیف، د اسټرالیا کرکټ لوبډله

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله بنګلدېش ته ځي.د کرکټ مشهورې وېب پاڼې 'کرېکانفو' د خبر له مخې د روان کال تر وروستيو پورې اسټراليا ازمایښتي (ټېسټ)لوبه نه لري او نه هم بنګلدېش ته د ازمایښتي لوبو لپاره ځي، بلکې غواړي د شل اووریز نړيوال جام لپاره د بنګلدېش سره شل اوورېزې او تمريناتي لوبې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۷ میلادي کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې د بنګلدېش کرکټ لوبډله د اسټراليا کوربتوب کوي.

تر شل اوورېز نړيوال جام مخکې بنګلدېش د انګلستان سره هم څلور شل اوورېزه لوبې لري چې بنګلدېش به يې کوربه وي.

XS
SM
MD
LG