د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

کندهار کې د 'AFF' د فوټسال روزنې ټولګی پیل شو


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کندهار کې د' AFF ' د فوټسال روزنې ټولګی پیل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ټولګي کې ۲۶ روزونکو ګډون کړی او د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی استاد عبدالرزاق ممرک له خوا به د فوټبال روزنې نوي قوانین زده کوي.

د ښاغلي مشعوف په خبره، په کندهار ولایت کې یې د فوټسال روزنې ټولګی د ظرفیت لوړاوي په موخه جوړ کړی دي.

نوموړی زیاتوي، دغه ټولګی شپږ ورځې دوام کوي او موخه یې د اسیا فوټسال لومړۍ درجې ټولګي ته د غوره روزونکو پېژندل دي.

XS
SM
MD
LG