افغانستان
کابل ښار کې چاودنې د 'پنځمې امنیتي حوزې امر او ۲ ساتونکي' یې ووژل

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تأییده کړه چې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی د کابل په نننۍ چاودنه کې له دوو ساتونکو سره وژل شوی.
په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې نن سهار په کابل کې درې چاودنې شوي چې دوه تنه پهکې وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.
خو ښاغلي فرامرز د پېښې د قربانیانو په اړه معلومات ورنهکړل چې نظامیان او که ملیکان وو.
د نوموړي په خبره لومړۍ چاودنه نن سهار ۸:۱۵ د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي کلا په سیمه کې په یو رنجر موټر شوې چې تلفات نهلري.
نوموړی زیاتوي چې دوهمه چاودنه ۸:۳۸ د کابل ښار دوهمې ناحیې قوای مرکز په سیمه کې په یو فورتینر موټر شوې چې څلور تنه پهکې ټپيان شوي دي او درېیمه چاودنه هم ۸:۵۵ د برهکي څلورلاري ته نږدې په یو لنډکروز موټر شوې چې دوه تنه پهکې وژل شوي او یو کسیې ټپي کړی.
تېره ورځ د کابل په باغ داوود سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې میدان وردک ولایت کې د کلیو پراختیا وزارت درې تنه کارکوونکي وژل شوي وو.
تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت چا نهدی منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اقتصاد وزارت د طبیعي زېرمو د پروژو شفافیت برخه کې یوه امتحاني پروسه پیل کړه

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د پروژو د شفافیت په برخه کې یې یوه امتحاني پروسه پیل کړې.
د دې وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وايي، دغه پروسهیې په افغانستان کې «د روڼتیا په برخه کې د نوښت بنسټ» په مرسته په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو برخې مسؤلانو ته د اطلاعرسونې په هدف په امتحاني ډول پیل کړې.
په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکه د دې امتحاني پروسې پیل د زېربنايي پروژو په برخه کې د اطلاعرسونې لپاره مهم ګام بولي.
دغه پروسه په داسې حال کې پیلېږي چې د روڼتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه چټکه او په دې برخه کې اطلاعرسونه هم ښه شوې، خو لا هم افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په فساد ککړ دی.
د دغه سازمان د درجهبندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ۱۷۳م فاسد هېواد و، خو افغانستان په دغه درجهبندۍ کې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵م ته راښکته شو، یعنې دغه هېواد په ۲۰۲۰ کال کې اته درجې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی.
د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په بند محکوم شو

د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په دوهنیم کاله تنفیذي بند محکوم کړ.
ښاغلی نورستاني هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې نن په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه.
د محکمې د پرېکړې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي نورستاني سره یوځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوهنیم دوهنیم کاله بند محکوم شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د دولت بودجې ته زیان اړولی او د محکمې حکم کې په څه باندې اته لکه افغانۍ جریمې هم محکوم شوي دي.
تر اوسه محکومو شویو کسانو د محکمې د دغه حکم په اړه څه نهدي ویلي.
کابل نن د 'امن او ثبات' دوه ورځني کنفرانس کوربه دی

د افغانستان او د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو یو شمېر مشران کابل کې جرګه شوي چې دغې سیمه کې روانې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي.
دوی د 'امن او ثبات' په نوم هغه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لهخوا جوړ شوی دی.
د افغانستان د سرحدونو وزیر محبالله صمیم د دغه دوه ورځني کنفرانس د موخو په اړه وایي: "د دې جګړې او د دې بدبختۍ لمن نن خېبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې، د دې لپاره چې دې سیمه کې امن او ثبات راشي، لازمه او ضروري مو وګڼله چې د امن او ثبات تر عنوان لاندې یو مشترک کنفرانس دایر کړو."
غونډه کې پر بېلابېلو افغان سیاستوالو او مخورو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سیاسي او فرهنګي څېرو هم ګډون کړی دی.
له دې وړاندې افغان چارواکو تل ویلي چې د افغانستان د دولت وسلهوال مخالفان پاکستان کې پټنځایونه او مرکزونه لري، خو پاکستان بیا دا نهورسره مني.
د پکتیکا د پالتو بند رغنیزې چارې پیل شوې

په پکتیکا کې د پالتو بند رغنیزې چارې عملاً پیل شوې.
د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش ازادي راډیو ته وویل چې د دې بند چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي چې په راتلونکو درېیو کالونو کې به بشپړې شي.
دانش وایي، په دې بند ۱،۳۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې له بشپړېدو وروسته به ۳،۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
د پکتیکا چارواکي وایي، د دې بند د جوړېدو پر مهال به د دې ولایت سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دې بند د چارو د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، خو د چارواکو په وینا د ژمي د سړې هوا له املهیې چارې له ځنډ سره مخ شوې.
کونړ کې په یوه رستورانت کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۲ نور ټپيان دي

د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل دي.
له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، چاودنه تېر ماښام اووه بجې په یوه رستوران کې وشوه.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي چې دا پېښه د کبابو په رستوران کې د ګازو د ډبې د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
د انعکاس راډیو ټلوېزیون مستعفي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي

د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرونیې له دندې استعفا کړې وه.
دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه کړې.
د امان امان په نوم د انعکاس راډیو ټلوېزیون یوه خبریال چې پرونیې پر فېسبوک د استعفا خبر ورکړی و، ازادي راډیو ته وویل چې بېرته کار ته دوام ورکوي.
ښاغلی امان وايي: "زما په شمول زموږ یو شمېر همکارانو د امنیتي اندېښنو او ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې وې، تېر ماښام موږ په دې تړاو له والي صاحب سره ناسته درلوده، هغه د امنیت ډاډ راکړ، نو موږ هم خپلې استعفاوې بېرته واخیستې او کار ته به دوام ورکوو."
د تېرې سې شنبې په ورځ په جلالاباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو دوه ځایه بریدونه وشول چې درې تنهیې ووژل شوې.
تر دې وړاندې د دغې رسنۍ بله کارکوونکې ملاله میوند هم ورته برید کې وژل شوې وه.
د درې واړه بریدونو پړه داعش وسلهوالې ډلې منلې ده.
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: هدفي وژنې باید ودرول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کړې ده.
د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نوي زېږدیز کال له پیله تر اوسه افغانستان کې یوازې ۶ مسلکي ښځې په دې ډول بریدونو کې وژل شوې دي.
دې ډله کې څلور مېرمنې ننګرهار کې وژل شوي چې درې یې د رسنیو کارکوونکې او یوه بلهیې ډاکتره ده.
دوه نورې ښځې چې قاضیانې وې، څه موده وړاندې کابل کې د نامعلومه وسلهوالو لهخوا ووژل شوې.
شهرزاد اکبر د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي "جګړه له موږه لوړه بیه غواړي او هدفي وژنې باید ودرول شي".
د ښځو نړیواله ورځ سبا ده، خو ارګ او یو شمېر نورې ادارې یې نن هم د لمانځنې مراسم ترسره کوي.
د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شو

د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی، خو سوداګرو تهیې مالي زیان اړولی دی.
د فراه والي تاج محمد جاهد پرون ماښام رسنیو ته ویلي چې دوی سیمې ته یو پلاوی لېږلی چې د اور د لامل او کره زیان په اړه پلټنې وکړي.
ښاغلی جاهد زیاتوي: "په دغې اور لګېدنه کې د سوداګرو درې زېرمې، دوه ټانکر او یو بار وړونکی موټر سوځېدلی دی، الحمدالله چې ځاني زیان نهلري او د ابو نصر فراهي ګمرک نورو برخو ته هم زیان نهدی رسېدلی."
جاهد وایي، د دغه اور په مړه کېدو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت اطفائیو هم برخه اخیستې ده.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له ایران سره پر پوله اسلام کلا بندر کې لویه اور لګېدنه وشوه چې شاوخوا ۵۰۰ د ګازو او تېلو ټانکر پهکې وسوځېدل.
فراه چارواکي: ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي

د فراه چارواکي وايي چې له ایران سره پر پوله د فراه په ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي.
والي تاج محمدجاهد ازادي راډیو ته وویل، اور نن شنبه (د کب ۱۶مه) له غرمې مخکې د نفتي موادو د تشولو په ځای کې ولګېد.
ښاغلي جاهد زیاته کړه چې دې اور پېښه کې د ګمرک کارګرانو او کار کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.
د اور د لګېدو علت تراوسه نه دی مالوم شوی.
نژدې یوه میاشت مخکې، د فراه د ګاونډي ولایت هرات په اسلام کلا بندر کې هم د تېلو لېږدوونکي سلګونه ټانکرونه وسوځېدل چې د لسګونه میلیونه ډالرو زیان یې واړاوه.
غني: د نړیوالې ټولنې په مدیریت کې د ټاکنو نېټې په اړه خبرو ته چمتو یم

ولسمشر اشرف غني وايي، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نېټې په اړه خبرو ته چمتو دی.
ښاغلي غني نن شنبې (د کب ۱۶مه) د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په دې اړه څرګندونې وکړې: "موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې تر ادارې لاندې د ټول هېواد په کچه د ازادو او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه بحث وکړو. د انتخاباتو د نېټې په اړه هم کولای شو چې خبرې وکړو او نتیجې ته ورسېږو."
دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني د سولې د هڅو په ترڅ کې له وخته مخکې انتخاباتو ته چمتووالی ښيي، خو ښاغلي غني په عین حال کې دا ټینګار هم وکړ چې د انتخاباتو له لارې د قدرت لېږد هغه اصل دی چې په هېڅ صورت معامله نه شي پرې کېدای.
۲۰۵م اتل قول اردو: کندهار کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

افغان ځواکونه د کندهار په پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د پنځه ویشت طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د ۲۰۵م اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول خوجه یحیی علوي نن شنبه (د کب ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې پرون جمعه په دې دوو ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو پر مهال همدا راز ۳۶ طالبان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلي علوي په عملیاتو کې د څو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکړ: "په میوند او ارغنداب ولسوالیو کې طالب ترهګرو د ملکيانو او پوځيانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۳ کړۍ ماینونه ښخ کړي وو چې د ملي اردو د انجنیرۍ د ټیم له خوا کشف او شنډ شول."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د منځنۍ اسيا لومړنۍ محموله د غلام خان له لارې کراچۍ ته روانه شوه

د منځنۍ اسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريز محموله د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته روانه شوه.
د خوست مطبوعاتي دفتر نن شنبه (د کب ۱۶مه) په یو بیان کې ویلي چې له تاجکستانه خوست ته د دغې لومړنۍ ټرانزيټي محمولې تر رسېدو وروسته د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته ولېږل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ټولو بندرونو پرتله د سوداګرو او ترانزيټي توکو له پلوه ارزانه او لنډه لار ده.
سرچينه زياتوي، غلام خان لاره دا مهال د ټرانزيټي توکو پر مخ خلاصه او هره ورځ پرې ټرانزيټي توکي تېريږي چې د سوداګرو او عامو خلکو لپاره يې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دغه محموله چې د ډبرو په سکرو بار ده پاکستاني سوداګرو په تاجکستان کې پېرلي او د خوست سوداګرو يې ورته د لېږد زمېنه برابره کړې ده.
شااوخوا دوه مياشتې مخکې هم يوه ټرانزېټي محموله د غلام خان بندر له لارې افغانستان او د حيرتان بندر له لارې تاجکستان ته استول شوې وه.
د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابرېکې اقتصادي وضعیت څېړل کېږي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابرېکې اقتصادي وضعیت وڅیړي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د کب ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د دغې فابرېکې د ستونزو هوارې لپاره په یوې فوق العاده ناسته کې وشوه.
نوموړي وویل چې په یاده ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ماليې وزارت، اقتصاد وزارتونو استازو ته دنده سپارل شوې، څو د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابریکې مالي ستونزې او عواید وڅېړي.
ټاکل شوې چې د پلاوي د څېړنو نتیجه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.
د هلمند د حجارۍ او نجارۍ کارخونه د قیمتي ډبرو مرمر، رخام او د لرګيو نه د جوړو شوېو وسایلو د تولید برخه کې فعالیت کوي چې دې وروستیو کې د موادو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
موټربم چاودنې د هلمند د ملي امنیت څارنوال وواژه

د هلمند ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس محموداغا نن شنبه (د کب ۱۶مه) په یو برید کې ووژل شو.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت پر څارنوال نن سهار په مرکز لښکرګاه کې موټربم برید وشو: "د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس ښاغلی محمود اغا نن له کوره د دندې خوا ته روان و چې موټر بم برید پرې وشو او په شهادت ورسېد. یو یې سرباز ورسره شهید شوی او اته تنه ټپیان شوي دي."
د دې برید مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د اروپا پارلمان افغانستان کې دوامداره تاوتریخوالی غندلی

د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دوامداره تاوتریخوالی غندلی دی.
پرون جمعه(د کب ۱۵مه) ناوخته د افغانستان د وضعې په اړه د اروپايي پارلمان په اعلامیه کې د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.
په اعلامیه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.
له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په حواله په دې اعلامیه کې راغلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان هدف ګرځول کېږي چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي.