د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۴۹

"ګڼ هېوادونه له روسیې د کرونا واکسین د ترلاسه کولو په لټه کې دي"


د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) په مسکو کې د ټیلیفون له لارې یوې خبرې غونډې ته وویل چې ګڼ هېوادونه له روسیې څخه د کرونا د واکسین د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

نوموړي وویل: "تاسو پوهېږئ چې په نړیواله کچه د روسیې د واکسین د غوښتونکو شمېر ډېر لوړ دی، خو د تولید ظرفیت اجازه نه ورکوي چې ژر تر ژره دا غوښتنې پوره کړي، خو وروسته تردې چې ټولو روسانو ته واکسین ورسېږي بیا به هڅې د دې غوښتنو لپاره پراخې شي."

تردې یوه ورځ مخکې ایران د دې واکسین تزریق پیل کړ.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي رضا وویل، په لومړي ګام کې به روغتیایي کار کوونکي او د کووېډ- ۱۹ ناروغانو ته، همدا راز زړو ته، معلولینو او پخوانیو پوځیانو ته واکسین ورکړل شي.

د ایران د روغتیا وزارت په وینا دغهَ هېواد دوه میلیونه ډوزره سپوتنیک وي واکسین اخیستی دی.

د ایران د رسمي احصاییو له مخې دغه هېوادونو کې څه باندې یو میلیون او څلور لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له دې ډلې اته پنځوس زره پنځه سوه کسانو تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG