د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د امریکایي مارک فررېکس خور: افغانان دې زما د ورور موندلو کې همکاري وکړي


افغانستان کې لا درک شوی امریکایي مارک فررېکس
افغانستان کې لا درک شوی امریکایي مارک فررېکس

په افغانستان کې د امریکایي مارک فررېکس له لادرک کېدو یو کال وروسته اوس یې خور د موندلو برخه کې د افغانانو همکاري غوښتې ده.

‎شارلن کاکورا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په استولي غږیز پیغام کې له انسان تښتونکو غوښتي چې ورور یې خوشې کړي: "مارک زه هیله منده یم که مې غږ اورې ښه اووسئ، کورنۍ دې له هغې ورځې چې ورک شوی یې سخت کار کوي چې تا روغ وموي، موږ له خپل ټول ځواکه ګټه اخلو، څو تا کور ته روغ ستون کړو، مارک در پسې خفه یو، مینه درسره لرم."

‎مارک فررېکس له ۲۰۱۰ میلادي کاله په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې کار کاوه او د تېر کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې لادرکه دی.

‎خور یې وایي، ښاغلي فررېکس په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې زیات خدمتونه د دغه هېواد د خلکو لپاره ترسره کړي او اوس له افغانانو غواړي چې که یې د ورور د برخلیک په اړه ډېر کم معلومات هم ولري، د موندلو برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

نوموړې وايي: "د هغه چا نه چې د موږ غږ اوري غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي چې ورور مې پیدا کړو، هغه د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیله تښتول شوی او تراوسه کور ته نه دی راستون شوی، هغه تېرو هغو کلونو کې چې په افغانستان کې و زیات خدمتونه یې کړي دي، ټول پوهېږو چې کورنۍ د ژوند مهمه برخه ده او موږ هیله مند یو چې هغه ژر کور ته راستون شي."

د لا درکه شوي ښاغلي فررېکس د یوه کال په پوره کېدو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند ادوارد نِد پرایس د یوه اېمېل په ترڅ کې ازادي راډیو ته ویلي: "څو چې روغ رمټ خپل کور ته نه‌وي ستون شوی له موندلو به‌یې لاس وانه‌خلو."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن د جمعې (د فبروري ۵مه) د ده د لادرکه کېدو په کلني یاد غونډه کې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې دده د ځای ځایګي په موندلو کې دې خپلې هڅې نه سپموي.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن

‎د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه غږیز پیغام کې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي چې د هرو هغو معلوماتو لپاره چې د فررېکس د موندلو لامل شي د "عدالت لپاره د جوایزو" د دفتر له لوري ورته له ۵ میلیونو زیات ‌‌‌‌‌‌ډالر په پام کې نیول شوي دي.

‎ازادي راډیو وغوښتل افغانستان کې د دغه امریکایي د موندلو په برخه کې د امنیتي او استخباراتي بنسټونو د هڅو په اړه د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا نظر هم واخلي، خو د دغو بنسټونو ویاندويانو دا پوښتنه ځواب نه کړه.

‎په کابل کې د امریکا په سفارت کې د سرچینو په خبره، ښاغلی فررېکس سپین پوستکی، ۱۸۰ سانتي متره ونه، قهوه یي ویښتان او میشي رنګ سترګې لري.

‎د هغه د لا درکېدو پر مهال شااوخوا ۸۶ کیلوکرامه وزن درلود د مخ په کيڼه خوا یې د یو اېنچ په اندازه ټپ هم درلود.

XS
SM
MD
LG