د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۰

یو بریتانوی ځوان نوی له کرونا وبا خبر شو

ارشیف
ارشیف

یو بریتانوی ځوان تر یو کال کوما وروسته په سد شوی او نوی له کرونا وبا خبر شوی دی.

جوزف فلاوېل د ۱۹ کلونو دی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په لومړۍ په یوه ټرافیکي پېښه کې یې سر ژور ټپ واخیست او دی یې کوما ته وېوړ.

د کرونا وبا د محدودیتونو په خاطر د دغه ځوان کورنۍ ډېره کمه اجازه درلوده چې روغتون ته ورشي او له نږدې یې وګوري.

فلاوېل که څه هم تازه د کرونا وبا له خپرېدو خبر شوی دی، خو کله چې په کوما کې وو په خپله دوه وار کرونا نیولی او بېرته ښه شوی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG